
روهي (څلورنۍ/۸ د کب)، د پاکستان پوځ وايي چې دوه هندي پوځي جېټ جنګي الوتکې يې خاورې ته رادننه شوې او ځواکونو يې رانسکورې کړې.
د پاکستان د پوځ وياند تورنجنرال آصف غفور ويلي دي چې دغه الوتکې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير ته رادننه شوي دي او پاکستان پوځ رانسکورې کړې.
جنرال غفور دا هم وايي چې د دغه دوه جېټ جنګي الوتکو پېلوټان يې هم نيولي دي او اوس د پاکستاني پوځيانو په لاس کې دي.
د پاکستان پوځ ويلي دي چې دا يې لومړی غچ او ځوابه بريد وو چې په راتلونکې به نور ورته بريدونه او ځوابونه هم هند ته ورکړي.
د هندوستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.