قريشي مايک پمپيو ته ټیلفون کړی او ورته ويلي دي، چې که چېرې هندوستان پر مونږبريد وکړي نو په افغانستان ناوړه اغېز کوي

روهي (څلورنۍ/۸ د کب)، د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د هندوستان له خوا پر پاکستان د هوايي بريدونو په اړه د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ته ټیلفون کړی دی.

قريشي ويلي چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به لامل شي د افغانستان د سولې خبرې او وضعيت بې کراره کړي.

نوموړي امريکا ته د روان وضعيت په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي او ويلي دي چې ستونزه دې حل شي.

قریشي مايک پمپيو ته دا هم ويلي دي چې د هندوستان د بريد په اړه د پاکستاني ولس احساسات راپورته شوي دي او سخت غبرګونونه يې ښوودلي دي.