
روهي (څلورنۍ/۸ د کب)، تېره ورځ د ازبکستان په اندیجان ښار کې د يو روغتون دننه چاودنې ۲۲ کسان ټپيان کړي دي.
د ازبکستان د بيړنيو پېښو وزارت هم د پېښې پخلی کړی دی او ويلي دي چې په ټپيانو کې ۱۸ يې ماشومان دي چې په پاد روغتون بستر او د ناروغيو د درملنې په موخه راوړل شوي وو.
چاودنه د روغتون د تودخي په سېسټم کې د يو شمېر ستونزو له امله شوې ده خو چارواکو يې په اړه پلټنې پيل کړي دي.