
روهي (څلورنۍ/۸ د کب)، پاکستاني چارواکو ويلي دي چې تېر ماښام هندي ځواکونو د کشمير کرښې سره نېږدې په ( نیکال سیکټر ) نومي سيمه کې د پاکستان خاورې دننه ۴ کسان وژلي او ۱۱ په کې ټپيان دي.
د چارواکو په وينا چې هندي ځواکونه د پاکستان خاورې دننه په مختلفو ځايونو ډزې کوي، چې د تېر ماښام په ډزو کې د يوې کورنۍ ۴ څلور غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي وژل شوي دي.
دوی دا هم ويلي دي چې په سيمه کې بيړنی حالت کې اعلان شوی دی او په سيمه کې تر يوولسو کسان ټپيان هم دي.
د پاکستاني کشمیر د اطلاعاتو وزیر مشتاق منهاس ويلي دي چې په کشمير کې ښوونځي او پوهنوتونه رخصت شوي دي او روغتون ته د بيړني حالت امر شوی.
هندوستان هم ياد ډزې تائيدوي خو زياتوي چې لومړی پاکستاني ځواکونو ډزې پيل کړې چې د هند په ځوابيه ډزو کې مالي او ځاني تلفات رسېدلي دي.
د پاکستان او هندوستان ترمنځ وضعيت په هندي کمشير کې له ځانمرګي بريد وروسته کړکېچن شوی وو چې د تېرې ورځې هوايي بريدونو نور هم پسې وخيم کړ.