
روهي (درې نۍ/۷ د کب)، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي پر پاکستان خاوره د هندي پوځ هوایي بمبار غندي او دغه چاره يې د پاکستان پر ملي حاکميت تیری بللی دی.
قريشي ويلي چې د هندوستان دغه عمل به بې ځوابه پاتې نه شي، پاکستان به يې د ځای او وخت له مشخص کېدو وروسته غچ واخلي.
د عمران خان په مشرۍ د پاکستان پوځ د هندوستان هغه ادعاوې هم رد کړې چې په بالاکوټ نومي سيمه کې د جيش محمد ډلې وسله والو وو او هندوستان هغه په نښه کړي دي.
هند وايي چې جنګي جېټ الوتکو يې د پاکستان خاورې دننه د جيش محمد او لشکر طيبه ډلې وسله وال په نښه او ۲۰۰ وسل وال يې ووژل.
د ننني بريدونو په اړه د هندوستان او پاکستان حکومتونو بيړنۍ ناستې کړې او د يو بل پر وړاندې يې تياري نيولي دي.