
روهي (درې نۍ/۷ د کب)، د هندوستان پوځ ويلي دي چې نن سهار يې جنګي جېټ الوتکو د پاکستان خارورې دننه د ترهګرو پټنځاويه په نښه کړي دي.
هندي چارواکو ويلي دي چې د پولې وراېخوا يې د وسله والو ځالې په نښه کړې او په بشپړ ډول يې وېجاړې کړې دي. د چارواکو په وينا چې په دغه بريدونو کې ۲۰۰ کسان وژلي دي.
د پاکستان پوځ دغه بريدونه تائيد کړي دي او همدا ډول بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي دغه بريدونه د پاکستان پر خاوره تيری بللی دی.
د پاکستان او هندوستان ترمنځ اړيکې وروسته له هغې کړکېچنې شوې چې په هندي کشمير کې يو ځانمرګي بريد د هندوستان پوځ ۴۶ سرتيري ووژل.