د هند له خوا پر پاکستان د هوايي بريد په اړه د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال آصف غفور غبرګون

روهي (درې نۍ/۷ د کب)، د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال آصف غفور د هندوستان هوايي ځواک له په خيبر پښتونخوا کې د بريدونو تائيد کړی خو ويلي دي چې چاته په کې زيان نه دی رسېدلی.

اصف غفور په يو ټوېټ کې ليکي دي چې هندي الوتکو د پاکستان او هندوستان ګډه پوله بمبار کړي خو مالي او ځاني تلفات نه لري.

بيا له بلې خوا هندي رسنيو ليکلو دي چې بريد د لشکر طيبه او جمعيت مجاهدين پر وسله والو شوی دی چې تر ۲۰۰ کسان په کې وژل شوي دي.

د هندوستان لومړي وزير نرېدرا مودي د دغه پېښې وروسته د خپلې مابينې بيیړنۍ ناسته راغوښتي ده.