بیړنی خبر: هند پر پاکستان هوايي بريد کړی

روهي (درې نۍ/۷ د کب)، هندي رسنيو ليکلي دي چې د هندوستان هوايي په پوځ د پاکستان د خاورې دننه د جنګي جېټ الوتکو پر مت هوايي بريدونه کړي دي.

هندي رسني (TIMES OF INDIA) ليکلي دي چې د هند هوايي پوځ په هندوستان کې د وسله والو ځالې په نښه کړي او ۱۲ هوايي بمبارونه يې پرې کړي دي.

د رسنيو په حواله چې په پاکستان کې لشکر طيبه او د جمعيت مجاهدين په نوم د مذهبي او وسله والو ډلو پټنځايونه په نښه شوي دی.

د هندوستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زيات شو چې د هندي کشمير تر واک لاندې پلوامه سيمه کې يو موټربم بريد ۴۶ هندي سرتيري ووژل.