د ونزوېلا کړکېچ: واشنګټن پر ولسمشر (نیکولاس مادورو) د بندېزونه او (خوان ګوایدو) سره د همکاري اعلان وکړ

روهي (درې نۍ/۷ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو حکومت ويلي دي چې د ونزويلا پر اوسني ولسمشر نيکولاس مادورو به بندېزونه ولګوي او د اپوزېسيون له مشر خوان ګوایدو سره به همکاري پيل کړي.

واشنګټن او ملګرو هېوادونو يې له مادورو غوښتي چې ولسمشري پرېږدي او د نوي حکومت لپاره له وخت مخکې ټاکنې اعلان کړي، خو مادورو دغه غوښتنه رد کړه.

د اپوزېسيون د مشر خوان ګوایدو سره لوېدېځې نړۍس خپلې مرستې پيل کړي دي خو د نيکولاس مادورو حکومت اجازه نه ورکوي چې مرستې يې د ونزويلا خاورې ته دننه شي.

اوس مهال د ونزويلا د تيلو پر زېرمو ولسمشر مادورو کنټرول لري او امريکا يې د کنګل کېدو ويلي دي. واشنګټن وايي چې د تيلو د زېرمو عوايد به د اپوزېسيون مشر خوان ګوایدو ته انتقال کړي.

د امريکا متحدو ايالتو مرستيال ولسمشر مايک پنس په دې اړه ويلي دي، "موږ په ونزویلا کې د ډموکراسۍ د سوله ییز انتقال هیله لرو ، خو لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ واضحه کړې، ټول انتخابونه پر مېز شته."

نيکولاس مادورو امريکا او ملاتړي هېوادونه يې تورنوي چې د ونزيلا په کورنيو چارو کې لاس وهنه کوي خو په ورته وخت کې خبرداری ورکوي اجازه به ورنه کړي.