
روهي (درې نۍ/۷ د کب)، جواد ظريف پر خپل انسټګرام ليکلي دي چې د ايران د بهرنيو چارو د وزير په توګه يې له خپلې دندې استعفا کړې ده او همدا ډول د ایران د بهرنو چارو د وزارت د ویاند مرستیال سید عباس موسوي ياده خبره تائيد کړې ده.
نوموړي له ايراني ولس مننه کړي چې په ده يې باور کړی او د هېواد د بهرنيو چارو وزارت مسووليت يې ورته سپارلی وو.
جواد ظريف د ايران خلکو بښنه غوښتي چې که چېرې په دنده کې يې کومې تيروتنې کړې وي او يا دا چې نور يې ونه شول کول په دې برخه کې د خلکو چوپړ وکړي.