پاکستان او د پاکستان پوځ

   پاکستان داسې هيواد ده چي په ظلم او چل رامنځته شوى دى. محترم (پوهاند محمد اسمعيل يون صيب)  د پاکستان جوړښت دا ډول تعريف کړی(( د پاکستان ځمکه د افغانستان نه اخيستل شوي کلتور او فرهنګ يي له هندوستان او دين يې له عربستان څخه اخيستل شوى )) د پاکستان ملت پرته له دين څخه نور هيڅ ډول ګډ مشترکات نلري. هغه څه چي د يو ملت لپاره اړين دي, نه يې د خلکو وينه, نه يې ژبه ،نه يې کلتور او فرهنګ او نه يې هم خاوره سره ګډه ده.  يواځې څه  يې چي تر منځ ګډ دى هغه د اسلام دين دى . د اسلام تر نامه لاندې دا هيواد انګريزانو رامنځته کړ او دا مصنوعي  هيواد يې د اسلام کلا په نوم د پاکستان خلكو ته وروپيژند.  له همدې کبله پاکستان د  پايښت له اړخه يو ډير نازک او کاغذي هيواد دى چي  هره لحظه يې د پاشلو امکان شته.     د دي لپاره چي دا خاوره تر کنترول لاندې وساتل شي او خلک يې د خپلو حقوقو پوښتنه ونکړي نو يو غښتلى پوځ ته ضرورت ليدل شوى دى. پوځ ته يې ډير امکانات برابر کړې دي او د پاکستان ډيرى برخه بودجه پرې لږول کيږي چي دا کړنه د پاکستان د خلکو پر اقتصاد سربېره يې د سيمي پر امنيت او پرمختګ هم ناوړه اغېزه درودلې ده.  تر څو چي دومره ستر او مصرفونکي پوځ شتون د پاکستان خلکو ته توجهې وي نو هميشه به د هېواد د متحد ساتلو په پلمه، په سيمه او په ځانګړي ډول له هندوستان سره د شخړو لپاره پلمې لټوي . د پاکستان او هندوستان تر منځ څلور ځله جګړه شوې چي څلور سره واره پاکستان جګړه پيل کړې او ماتي يې هم خوړلې ده خو پاکستاني پوځ خپلو خلکو ته دا نده منلې او ځان يې د جګړې ګټونكي ورښودلى دى . د پنجاب سياسيون په دې ښه پوهيږي چي دا هيواد يو مصنوعي هيواد دى او د تل لپاره په دا شته جغرافيه باندې پايښت نلري نو له همدې کبله د پاکستان اکثره شتمنۍ پر پنجاب مصرفوي. پاکستان چي تر دا نن ورځې پورې خپل حيات ته ادامه ورکړې لامل يې پوځ دى . پاکستانى پوځ د هېواد پر هر څه واک لري. په نړۍ کې يواځنى پوځ ده چي يو هيواد په خپل واک کې لري او هڅه کوي چي همدا ډول په واک کې پاتې شي. هر هغه خطر چي دا پوځ ګواښي په مقابل کې له هيڅ ډول اقدام نه لاس نه اخلي. مذهبي ګوندونه او تروريستي شبکي يې د خپلې بقا لپاره رامنځته کړي دي او د همدغو شبکو په مرسته د خلکو په منځ کې د خپلو تروريستي موخو لپاره جلب او جزب کوي.      په 2001 کال کې کله چي امريکا د طالبانو رژيم رانسکور کړ پاکستاني پوځ ورسره ډيره مرسته وکړه چي په پايله کښي د پوځ حيثيت او اعتبار د اولس په منځ کې ډير زيانمن شو نو د پوځ استخباراتي شبكې (ISI) له همدې امله لاس په کار شو او تر يو څه مودي وروسته يې د بمبۍ ښار تروريستي پيښه رامنځته کړه. هندي دولت پاکستان ته سخت ګواښيدو خو نړيوالې ټولنې او په خاص ډول د متحده ايالاتو حکومت د هند دولت پرينښود چي پر کوم جګړيز عمل لاس پورې کړي. په مقابل کښي پاکستاني پوځ خپلو خلکو ته داسې وښوده  چي ګواكي دا د دوى شتون وه چي هندي پوځ کومې جګړې ته زړه ښه نکړ او د پاکستان د خلکو په زړونو کې چي کومه کرکه او ناهيلۍ د پوځ په مقابل کې راټوکيدلى وه هغه يې پرې هيره کړه. وروسته له هغې چي خپل اعتبار او حيثيت يې د خلکو په منځ کې تر يوه بريده اعاده کړي نو د همغه تروريستي شبکو په مرسته چي دوى را منځ ته کړې وې, په قبايلي سيمو کې مصنوعي ګواښ پاکستان ته رامنځته کړ او يو څو تروريستي پيښې يې د پاکستان دننه ورباندي تر سره کړې . پوځ سمدستي په قبايلي سيمو کې پوځي اقدامات شروع کړل او ځانته يې دا لاره هواره کړه تر څو په قبايلي سيمو کې دننه شي او خپل حضور ته مشروعيت ورکړي. د څو کلو جګړو وروسته اوس مهال په قبايلي سيمو باندې پوره واک لري خو په دغو جګړو کې قبايلو ته سخت ځاني او مالي تاوانونه ورواوښتل او آن قبايلو د ځان ډيرې بې عزتى هم وليدلې خو تر ډيره وخته خلکو خپل غږ نه شوى پورته کولی. تېر کال د پښتون ژغورني غورځنګ د خپل کړيدلي ولس غږ پورته کړ او د تور پنجاب د پوځ هغه توره څيره يې او هغه غير انساني کړنې چي له قبايلو سره يې کړی وې د پاکستان خلکو ته او همدا ډول نړيوالو ته زر په زر بيان کړې او د خپلو خلکو د حقوقو غوښتونكي شول.     له دې سره د پاکستاني پوځ اعتبار او حيثيت ته يو ځل بيا سخت ګوزار ورکړل شو. دوى له پوځ څخه لار ورکه او ډير يې په اندېښنه کښي کړي دي. خو د پاکستاني پوځي استخباراتو يو ځل بيا له خپل پخواني تکتيک څخه کار اخيستى او دا څو ورځې وړاندې يې پر هندي پوځيانو باندي د تروريستي شبکو له لاري يو تروريستي بريد عملي کړ چي څه باندى څلوېښت هندي  پوځيان په دي بريد کې ووژل شول. هند يو ځل بيا په ګواښيدو پيل کړى دى خو زه فکر نه کوم چي کومه جګړه د هند او پاکستان تر منځ راولاړه شي.     که څه هم د پاکستان دننه پرته له پنجابيانو څخه نور ټولو قومونو ته په داسي جګړه کې خير پروت دى خو له هنديانو څخه دا تمه کول خوب دى. پاکستاني پوځيان غواړي د دغه کړکچْ په پاى ته رسېدو به يو ځل بيا د خلکو په زړونوكي ځاى ونيسي او ځان به خلکو ته داسي ښکاره کړي چي د اسلام ريښتني سرتيري دوى دي او هيواد يې پر دوى ساتلى دى. پاکستان په دې برخه کې ډير کار کړى دى. اغېزې  يې آن په افغانستان کې احساسيږي. د اسلام د کلا ساتلو لپاره ډير افغان مشران هم لاس په ماشه ورته ناست دي. د کرښې هغه غاړه پښتانه خو د اسلام د کلا ساتلو لپاره له خپل سر او مال نه هم تير دي. اسفنديار ولي چي ځان د پښتنو سر سخت مبارز ګڼي هغه هم د پاکستان د ساتلو لپاره سر ورکولو ته تيار شوى دى.       پوځيان به وروسته پر قوې تبليغاتو پيل وکړي او دې خبرې ته به زور ورکړې چي هر څوک د دغه پوځ په مخالفت خبره کوي هغه د اسلام او پاکستان دوښمن دى. ځکه نو دا امکان شته چي په پښتون ژغورني غورځنګ باندې د خپل ټوپک خوله راواړوي او د له منځه وړلو هڅه يې وکړي. له همدې کبله د (پښتون ژغورني غورځنګ)  ته په کار ده چي د ډير احتياط او ځيرکتيا نه کار واخلي او له ډير تدبير او هوښيارۍ سره له دي تور مار نه خپل غورځنګ وژغوري.     د يادونې وړ ده چي پاکستان داسي بدبخته هيواد ده چي هم يې خپل خلک او هم د سيمي هيوادونه په عذاب کښي اچولي.  نو د ټولو لپاره خير په دې کې ده چي لاس په کار شي  او له دې جنجال نه ځان خلاص کړي او هغه کار دا دى چي د پاکستان د تجزيې لپاره ملا وتړي. له دي سره به په سيمه کې دايمي امنيت او چټكه اقتصادي پرمختيا را منځ ته شي.