د روڼو ټاکنو لپاره دې وړ کسان کمېشنران شي

ښايي د ځوان کهول ترمنځ په سلګونه داسې کسان پيدا شي چې هېوادنۍ مينه يې رېښتنې او د کار وړ دي. له منځه یې يو هم ذبیح الله بارکزی دی. نوموړی په کال ۱۳۵۵ کي په یوه روڼ اندې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانيستلې. نوموړي د دولسم ټولګي تر فراغت وروسته د کانکور آزمویني له لارې د کابل طب پوهنتون ته بریالی شو، خو تر دوه کاله تحصیل وروسته د داخلي جنګونو په وجه د افغانستان څخه و وتلو ته مجبوره سو. چی وروسته په ۲۰۰۴ عیسوي کال کي بیرته افغانستان راستون شو او په کال په ۲۰۱۱ م کال کې د کاردان پوهنتون د ادارې او سوداګرۍ څانګې څخه په عالي درجه فارغ شو.

نوموړی په عین حال کې د ټاکنو، ولسواکۍ او حکومتولۍ په تخصصي برنامه کې چې د آسترالیا د ټاکنو د کمېسیون او د انتخاباتو د بین المللي موسسو له لورې طرحه او ډېزاین شوې وو، د آسترالیا په ملبورن ښار کې شامل شو او د څلورو کلونو زده کړو، هڅو او زیار وروسته پدې وتوانېد، چي د ټاکنیزو برنامو د اسانتیا د برابرونکي په توګه بین المللي اعتبار نامه ترلاسه کړي.
 
بارکزی صاحب د هېواد په دننه او بهر کې تر ۲۰ کلونو زیاته کاري تجربه لري. په ۲۰۰۴ م کال کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سلاکار په توګه ئې دنده پېل کړه.

په ۲۰۰۸ م کال کې د انتخاباتي سیستمونو نړیوال بنسټ (ایفس) سره یوځای او له هماغه وخت راهېسې یې تر اوسه د دې معتبر بین المللي بنسټ سره پر بېلابېلو څوکیو او مقامونو کار کړی دی.

د ۲۰۰۹ کال د جمهوري ریاست او د ۲۰۱۰ کال د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال ئې د انتخاباتي سیستمونو نړیوال بنسټ (آیفس) له لارې د مدني ټولنې له نورو موسسو سره چې د ټاکنو او د ښځو او ځوانان د پیاوړتیا لپاره ئې کار کاوه، له نږدې کار وکړ او پر خپل سالم مدیریت ئې وکولای شو، په دې برخو کې عالي برنامې طرحه، ډيزاین، تطبیق او مدیریت کړي.

ښاغلی بارکزی د ۲۰۱۴ م کال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د ټاکنو پر مهال، د انتخاباتي سیستمونو نړیوال بنسټ (ایفس) موسسې له لورې د هغه مهال د ټاکنیزو شکایاتو خپلواک کمېسیون سره د ستر سلاکار په توګه دنده ترسره او د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون د ظرفیت جوړونې په برخه کې یې نه ستړي کېدونکي خدمتونه ترسره کړل، چې د ټاکنیزو شکایاتو خپلواک کمېسیون کارکوونکي د نوموړي د دې ستر حقیقت شاهدان دي.

بارکزي صاحب د ۲۰۱۸ میلادي کال څخه تر اوسه په امریکا کي د آیفس دفتر سره د افغانستان د ټاکنو د متخصص په توګه دنده ترسره کوي.

د ۲۰۱۸م کال د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال د ټاکنو پر پروسه د څارونکو موسسو د وړتیا لوړولو په برخه کې د یادې موسسې (ایفس) د برنامو مسوول وو او اوس د ټاکنو اړوند د مدني ټولنې موسسو له لورې د ټاکنو کمېسیون د غړیتوب په موخه د نوماند په توګه معرفي شوی دی.

ذبيح الله بارکزی په ټاکنيز سېسټم کې د روغونې ورته په لسګونه تجربې لري او وبه کولی شي چې په ټيم کې د ګډ کار پر بنسټ د ولس هيلې تر يو بريده ورپوره او رېښتنې ټاکنو ته لار پرانېزي.

د ټاکنو خپلواک او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونونو پخواني غړي د کمزوري مديريت او له خپلو دندو په ناوړه ګټې اخېستنې د ولسمشر له خوا دندو ګوښه او اوس مهال يې دوسې په لويې څارنوالۍ کې تر غور او پلټنو لاندې دي. نو په دې پار چې يو ځل بيا له تېرو تجربو سره مخ نشو، نو وړانديز مو دا دی چې دا ځلې دي ولسمشر هېوادپاله کسان يادو کمېسيونونو ته ور معرفي کړي.

په درنښت
اکمل عالمزی