سوريه: چاودنې شل کسان ووژل

روهي (يوه نۍ/۵ د کب)، د سوريې په سلمیې ښار کې د يو ماين په چاودنه کې شل کسان وژل شوي دي او ويل کيږي چې ټول يې کارګران دي.

لوېدېځې رسنۍ رويټرز ليکلي دي چې ياد کسان په يو بس کې سپره وو چې ماين پرې چاودنه وکړه او ووژل شول.

رسنيو ليکلي دي چې سلمیې ښار پخوا د داعش ډلې تر واک لاندې سيمه وه. تر اوسه داعش ډلې د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي.