
روهي (يوه نۍ/۵ د کب)، د شمالي کوريا مشر کیم جونګ اون په يو رسمي سفر له خپل هېواده د چين په پلار ويتنام ته سف پيل کړ. کیم جونګ اون به په ويتنام کې د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ سره وګوري.
دشمالي کوريا دولتي رسنيو ويلي دي چې له کیم جونګ اون سره په دې سفر کې د شمالي کوریا د مرکچي پلاوي مشر کیم یونګ کول او د کیم جونګ اون خور یې کیم یو جونګ هم ملګرتيا کوي.
دغه سفر له شمالي کوريا څخه تر ويتنام په ريل ګاډي کې پيل شوي چې د چين په خاوره ک به نېږدې دوه ورځې مزل وکړي.
له دې وړاندې د امريکا متحدو ايالتو او شمالي کوريا مشرانو د لومړي ځل لپاره په سنګاپور کې سره ليدلي وو.