
روهي (يوه نۍ/۵ د کب)، د جوش باري په نوم يو لېکوال چې معلول دی او له دې امله يې د خپل ژوند کتاب په پوزه ليکلی دی. نوموړي د سېلېبرال په نوم ناروغۍ لري او په خپلو لاسونو او پښو کنټرول نه لري.
دغه برتانياوی لېکول وايي چې د معلولیت سره - سره ناهيله شوي دی او د خپل ژوند داستان يې د کستاب په بڼه ليکلی دی چې له پوزې يې په کې کار اخېستی دی.
د بي بي سي د خبر له مخې جوش باري تر دې وړاندې به جوش له هغو تڼیو کار اخیست چې له کمپیوټر سره وصلې وې خو دی وایي غوره یې وګڼله چې د خپلې پوزې په کارولو د آیپډ پر پرده لیکنه وکړي. دی وایي په دې کار کې یې خلاقیت نغښتی دی.
له دې وړاندې هم په نورې نړۍ کې ډيری معلولو کسانو نوښت لرونکې کړنې تر سره کړي دي چې د خلکو توجه يې جلب کړې ده.