سعودي عربستان شهزادګۍ ریما بنت بندر په واشنګټن کې خپله سفيره وټاکله

روهي (يوه نۍ/۵ د کب)، د سعودي عربستان شاهي حکومت شهزادګۍ ریما بنت بندر په واشنګټن کې د سعودي عربستان سفيره ټاکلې ده. دا لومړی ځل دی چې يوه سعودۍ ميرمن په دومره لوړ پوسټ ګمارل کيږي.

د نوموړې پلار هم له ۱۹۸۳ تر ۲۰۰۵ ز کالونو په وشانګټن کې سفير وو او له دي وړاندې خالد بن سلمان دغه دنده تر سره کوله.

په سعودي عربستان کې د وليعهد محمد بن سلمان په هڅو کې د ښځو لپاره د ازادۍ او کار کولو اسناتياوې ډېرې شوې دي.

له دې وړاندې په سعودي عربستان کې ښځو ته د موټر چلولو او سينما ته د تګ اجازه هم ورکړه شوې ده.