
روهي (يوه نۍ/۵ د کب)، هندي ځواکونو د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې تر ۲۰۰ سياسي او مدني فعالان نيولي دي.
هندي ځواکونو وروسته له هغې په دې کړنې لاس پوري کړ چې په پلوامه نومي سيمه کې يو ځانمرګی بريد ۴۶ هندي سرتيري ووژل.
په نېول شوي کسانو کې کشمير کې د جماعت اسلامي سیاسي مذهبي ډلې مشر عبدالحمید فیاض او محمد یاسین مالک هم شامل دي.
هندوستان په ياد بريد کې پاکستان تورنوي خو پاکستان هر ډول تورونه ردوي او زياتوي چې هند دې په دې اړه شواهد وړاندې کړي.