
روهي (نۍ/۴ د کب)، د هندوستان په سام ايالت کې چارواکي وايي چې د شرابو د څښاک له امله ۹۳ کسان وژل شوي او په لسکونه نور بستري شوي دي.
چارواکي وايي چې دغه کسان وروسته له هغې وژل شوي دي چې په بې پامۍ يې هغه شراب څکلي چې متایل الکول په کې ګډ شوي وو.
د شمېرنو په اساس دا پېښه په هندوستان کې د شرابو د څښاک په اساس تر ټولو ستر مرګونې پېښه شمېرل کيږي او ډېری وژل شوي يې کارګران دي.
په سام ایالت کې روغتيا پلان وايي چې د متایل الکول څخه ډکو شرابو تر ۲۰۰ کسان بستري کړي هم دي چې د يو شمېر کسانو وضعيت د اندېښنې وړ دی.