
اوس مهال زیاتره د سیمي زیاتره سیاستوال او خلک د کشمیر د ډرامې په هکله فکر کوي چې ددې څخه موخه کومه او ولې دومره په نړیواله سویه د نړیوالو پام ځانته رواړوه.
خو د حالاتو په څیړلو سره دا ښکاره شوه چې د هندي کشمیر ډرامه په هندي پوځیانو باندې د برید په بڼه چې د پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې له خوا عملي شوه ونه کولی شول د وروستیو چاودنو له امله چې په ایران او هندي کشمیر کې یې تر سره کړې خپلو ناوړو موخو ته ورسیږي.
ددې چاودنې ډرامه د پنجاپی استعماري – تروریستي پوځ له خوا په دقیقه توګه سنجول شوي و ، چې موخه یې کورنۍ او بهرنی اړخ درلود.
پنجاپی استعماري – تروریستي اداره تر ډیره بریده هڅه کوي چې د هیواد دننه او بهر کې خپلو ناوړو موخو ته د رسیدو لپاره د وسله والو تیریو ، بریدونو ، چاودنو او ترورونو د پالیسۍ په تطبیق سره ځان ورسوي.
خو بیا هم نوموړي استعماري ادارې ونه کولی شول چې له دې لارې خپلو موخو ته په بشپړه توګه ورسیږي. اوس د پنجاپی استعمار د ړنګیدو سره مخامخ دی او نه شي کولی خپل ژوند ته د پخوا په شان دوام ورکړي:
اوس نه یوازې نړیوالو د پنجاپ توره څیره پیژندلي ده او د هغوی ناوړې موخې د لیرې څخه خلکو ته ښکاره کیږي بلکې د پنجاپی استعمار تر واک لاندې مظلومو خلکو هم د هغوی کرغیړنه څیره هم پیژندلي او نه غواړي چې ددې استبدادي – استعماري رژیم لاندې خپل ژوند وکړي.
پنجاپی استعماري – تروریستي اداره د خپل ځان د کورنی دښمن ( د هغه هیواد د ظلم او استبداد لاندې خلک ) او د بهر څخه ( د هغه هیوادونو څخه چې د هغوی خاوره پنجاپی استعمار لاندې کړي ده ) مخامخ ګوري.
پنجاپی استعماري – تروریستي اداره تر خپل واک لاندې خلکو او په ځانګړي توګه د پښتنو او بلوڅو د ځپلو د پاره د لاندې تاکتیکونو څخه کار اخلي:
- د هند د بریدونو په هکله خلک هیروي او په دې ډول د پښتنو په منځ کې احساسات را پاروي.
- د شوروي پوځونو تیریدل ګرمو اوبو ته
- امریکا برید په پاکستان باندې
- د ایران برید
سره ددې هم بیا هم وروسته له ۷۰ کلونو پښتانه او بلوڅ د خپلو روا حقوقو د پاره سره یو ځای شول او په ملي او نړیواله سویه یې د خپلو بشري حقوقو د تر لاسه کولو د پاره غږونه پورته کړل. او دوی د یوه ستر چتر ( د پښتون ژغورنې غورځنګ ) تر چتر لاندې سره یو شول.
که څه هم د پښتنو د ژغورنې غورځنګ غوښتنې ډیرې ساده او لومړنۍ دي چې د پنجاپي استعماري – تروریستي رژیم له خوا د هغه پوره کول کوم مشکل ندي.
ددې غوښتنو پوره کول د پنجاپی استعمار د پاره کومه ستونزمنه خبره نه وه. دا غوښتنې بشري ( غیر سیاسي) غوښتنې دي او کومه سیاسي جنبه نلري. مګر بیا هم پنجاپی استعمار ددې بشري غوښتنو د تر سره کولو د پاره زړه ښه نکړ. دا ځکه چې په سلګونو زره پښتانه د پنجاپی پوځ له خوا په بیرحمانه توګه وژل شوي او یا تري تم کړل شوي دي.
دا ځکه چې د پورتنیو غوښتنو پوره کول هم د پنجاپی استعمار د پاره ناشوني و:
- دا ټول ترورونه او اختطافونه د پنجاپی وحشي پوځ له خوا د ځانګړي پلان له مخې تر سره شوي او تر سره کیږي . له دې امله ددې جنایتونو عاملانو محاکمه ناشونی دی.
- چیک پوستونه د خلکو د روحیې د وژلو د پاره را منځته شوي دی او نه غواړي چې خپل چیک پوستونه لیرې کړي.
- د نقیب الله مسید قاتل ، دولتی برحال پولیس دی چې د نږدې نورو ۴۵۰ تنو د ترور تور هم پرې لګول کیږي. ګومان کیږي چې دا وژنې د ورسپارل شوي پلان له مخې تر سره کړي وي.
- ددې غوښتنو پوره کول په دې مانا دي چې پنجاپی استعمار باید د پښتنو او بلوڅو خلاف د ځپونکي پالیسي څخه ډډه وکړي.
همدا خبره وه چې د بشري حقوقو د تر لاسه کولو د پاره د پنجاپی استعمار تر واک لاندې ټول پښتانه راووتل او د خپلو ورکو عزیزانو او وژل شوو شهیدانو د پوښتنې د پاره یې سترې غونډې جوړې کړې. په هره غونډه کې د زرګونو څخه نیولي تر میلیونو پورې خلک د حق غوښتنې ډګر ته راووتل.
پنجاپی استعمار د پاره په شا تګ ناممکن و او دی. همدارنګه پنجاپی استعمارچیان په دې ښه پوهیږي چې حالات په بدلیدو دي که چیرې پورتنې غوښتنې ونه منل شي کیدای شي پښتانه به خپلې بشري غوښتنې په سیاسي غوښتنو واړوي. که څه د پښتنو ستر مشر منظور پشتین په دې هکله ځینې اشارې ورکړي دي.
د کراچې څخه تر کشمیر ، باجوړ ، کوټه ، وزیرستان په ټوله پښتونخوا کې ستر ملي پاڅون پیل شو دا په لسګونه میلیونه خلک د یوه بیرغ لاندې راټول شول. نړیوالو هم د دوی ملاتړ وکړ. او د پنجاپی استعمار څخه یې وغوښتل چې د پښتنو غوښتنو ته غاړه کیږي.
د پنجاپی استعمار د پاره د پښتنو او نړیوالو پورتنېو غوښتو ته غاړه ایښودل ناممکن و ، نو ځکه یې یو نوي ډرامه ( په هندي کشمیر او ایران کې د چاودنو په بڼه کې) پیل کړه، تر څو د پښتنو او نړیوالو پام بلې خواته واړوي.
په ایران او هندي کشمیر کې يی د خپلو وسله والو ډلو په واسطه خونړي چاودنې تر سره کړې چې په کې لسګونه پوځیان ووژل شول او پوه دې ډول یې نه یوازې د خپل واک لاندې خلکو ، بلکې د نړیوالو پام بهر ته واړوه.
ددې ټکي یادول اړین دي چې کشمیریان ازاد او خپلواک هیواد غواړي هغوی نه غواړي چې د پنجاپي استعمار تر واک لاندې راشي. تر ډیره بریده کشمیریانو د پنجاپی استعمار په ضد د پښتنو د سراسري پاڅون ملاتړ کړی دی.
که څه هم د هند حکومت او ایران دولت د پنجاپی استعمار ددې بریدونو له امله ډیره په غصه شوي دی او د پاکستان ( پنجاپ ) په وړاندې یې د ځوابی بریدونو ګواښونه کړي دي مګر ددې بریدونو د مخنیوي د پاره پنجاپی رژیم د پخوا څخه پلان جوړ کړی و:
خو داسې ښکاري چې پنجاپی استعمار په خپله ناوړه موخه کې بریالی شوی نه وي. او په دې پلان کې پنجاپی استعمار خپله کرغیړنه څیره خلکو او نړیوالو ته ښه په ډاګه شوه:
دا اړینه وه چې هند او ایران د خپلو ځانونو د دفاع د پاره کوټلي ګامونه پورته کړي وای. دا ځکه چې د پنجاپی استعماري- تروریستي رژیم دا لومړني بریدونه نه دي او هم به وروستي نه وي.
هند – ایران – افغانستان او لویدیز ته اړینه ده چې :
د کابل حکومت د پاره اړینه ده چې د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې په وړاندې غوڅ ګامونه پورته کړي دا ځکه چې د پنجاپ استعماري – تروریستي رژیم د مداخلو او تیریو څخه تر ټولو افغانستان ډیر زیانمن شوی دی. کیدای شي دا ګامونه په لاندې ډول سره وي:
د اوسنیو شرایطو په څیړلو سره ښکاره کیږي چې د پنجاپی استعماري – تروریستي ادارې عمر لنډ دي او په ډیر نږدې راتلونکي کې د پنجاپی استعماري - تروریستي اداره د تاریخ کندې ته وسپارل شي.