د عامې روغتیا د وزیر کاذب شخصیت رسوا شو

تاسو  به لیدلي وي، چې څو ورځې وړاندې پر ټولنیز شبو د افغانستان د عامې روغتیا د وزیر فیروز الیدن فیروز عکسونه هاخوا دېخوا کېدل، چې ګواکي نوموړي ته د نړۍ په کچه د غوره وزیر جایزه ورکړل شوې ده. د ټولنیزو رسنیو کار کوونکو هم په خورا خوښۍ دغه خبر لاس په لاس کاوه او په جامو کې نه ځاېدل. جالبه دا ده چې یو چا هم په دې اړه فکر ونه کړ، چې جایزه خو یې تر لاسه کړې ده، خو دې سړي په ریښتیا زموږ لپاره څه کړي دي؟ په داسې حال کې چې نيږدې يوه اونۍ مخکې په متحده عرب اماراتو کې ،د افغانستان د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز ته د نړۍ د غوره وزير جايزه ورکړل شوې ده.طلوع نيوز په يوه تازه رپوټ کې خبر ورکړی دی چې يوازې تيره يوه مياشت کې ،د کابل اندراګاندي ماشومانو روغتون کې، د امکاناتو نشتوالي او د روغتيايي پرسونل نه پاملرنه ددې لامل شوې ده ،ترڅو ۱۳۷ ناروغ ماشومان د بستر پر مهال تلف شي. په ټولنیزو رسنیو کې په دې خبر خورا غبرګونونه راغلي، چې ځینو ته یې دلته کتنه کوو: ((ډاکټر شیر نوزا مندوزي لیکلي، زه خپله د صحت طفل روغتون کارمند یم. د وزارت دروازه او د صحت طفل درواز لس میتر فاصله نلري. درې کاله دلته دنده لرم. دغه درو کالو کې وزیر یو ځل هم د دغه روغتون څخه لیدنه وو نه کړه. کانول او سیرنج تر اوسه نلري په زرهاوو شکایتونه مو کړل. هو وزیر قصدآ ځان نه خبراوی ځکه د روغتون مخکی د وزیر دواخانه ده بیا د هغه کار خرابیږي. یو لوی تجار وزیر ده. نه پوهیږم نړیوال په کومه کارنامه کې د نړۍ غوره وزیر کړو))
 
C:\Users\Hamidi\Desktop\dddd.PNG
تازه ګل رحماني لیکلي: ((موږ هم یوه ماشومه دی ډاکټرانو دی بی توجهی له امله له لاسه ورکړه صحت طفل کی ماشومه ډیره په بد حالت کی وه کله چی ډاکټرحبیب الرحمن ته ورغلو نو هغه په تونده لهجه راته وویل چی وزه کنه کله چی ماشومه وفات شوه نو تر څو چی موتر اماده کیدو دی ماشومی جسد یی په پیاده رو کی ایښی وو))
 
 
C:\Users\Hamidi\Desktop\serrr.PNG
زاهد افغان ورور لیکلي: ((جایزه هغه وخت یووزیر ته ورکول کیږی چه خپل ولس ته خدمات وړاندی کړی دلته خو هیڅ هم نشته نوره دنیا پریږده د پاکستان په پرتله نه داکتر شته او نه روغتون نوبیا جایزه څنګه ورکیده؟ شاید داجایزه دکاغذ په مخ دراپور پربنیاد وی نه دواقعیت. ایا همدغه وزیر شرم نه درلودی چه ماڅه کړیدی ددی ملت لپاره؟ ایا دی پدی ندی خبر چه دپاکستان په سفارت او کونسلګریو کی خلګ نیمه شپه نوبت ته دریږی په همدی ژمی او یخنی کی بیاهم نوبت ورته نرسیږی، مریضانوته سیروم چالان ورته منتطر چع مجبوردی دعلاج لپاره چه دلته نه داکتر شته اونه روغتون))
 
 
C:\Users\Hamidi\Desktop\3.PNG
سجاد اکبري ورور لیکلي: ((دا وزیر په د دنیا د روغتیا کوم معیارونو پر اساس ودغه مقام ته رسولی ده شاید دیدی دپاره چه تولی دولتی شفاخانی شخصی شفاخانه ته تبدیل کری چه په دی اساس دا وزیر په شفاخانه او درملتون کی په فایده که برخه ولری او بل شه کار چه کری وی کوم دی په ولایات کی خصوصا په ولسوالیو په برخه که دعا می روغتیا پهنامه کوم دفتر نشته او په کابل کی شفاخانه دواخانه او دروغتیاوزارت دا طول دناروغانو او پایوازانو غله دی یوه تلویزیونی معاینه دریسوو دلسو افغانی دوا سل افغانی خلاصه دغه وزیر باید خپل جان اعدام و کی تر سو چه په تاریخ که ولیکل شی چه یو صادق وزیر و چه دغه مقام ته منا سب نه و ددی دپاره جان اعدام کور.))
 
 
C:\Users\Hamidi\Desktop\4.PNG
دغه شکایتونه نه یوازې په کابل ولایت کې دي، بلکي د نورو ولایتونو هم ګڼ داشې شکایتونه کړي دي د بېلګې په توګه حلیم حلیمزي ورور لیکلي، ((د صحي خدماتو نه شتون، په لرې پرتو سیمو کې شفاخانه څه چې د کلینک نه شتون، کوچنیان، غټان، زخمیان مو په بستر کې حق ته لبیک وايي، حتا ټپونه مو د چینجو ښکار شي، د ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو صلیقوي (استثنا) برخود د صفر سره ضرب، خو د عرب اماراتو شیخان د صحت وزیر فیروز الدین فیروز سره د دومره خامیانو په م‌‌‌‌‌‌ډال نازوي.
 
 
 
مطلب دا چې په سیمه کې زمونږ څخه بهتر صحي خدمات یو هم نه شي کولې، د افسوس ځای.))
C:\Users\Hamidi\Desktop\eeee.PNG
 
 
دې ته ورته په سلګونه نور شکایتونه هم د ښاغلي وزیر په اړه په خپاره شوي خبر باندې راغلي.C:\Users\Hamidi\Desktop\ddddnmm.PNG
 
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ته په داسې حال کې د غوره وزیر جایزه اخلي، چې په تېرو اتلسو کلونو کې له بې شمېره بهرنیو مرستو سره سره لا هم زموږ هېواد وال د یوې عادې ناروغۍ د درمنلې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي. هر کال تر یو میلیارد زیات ډالر افغانان په بهر کې د درمنلې په موخه مصرفوي. او په بهر کې  بېلا بېلې ادارې د کسانو د مشهورتیا لپاره د دوی د پیسو په مقابل کې داسې کسان د مډیا مخې ته دروي، چې د خلکو ذهنونه تغیر او خپل ځان مشهور کړي. خلک له درې تر څلور پورې شپې د پاکستان سفارت مخې ته په دې تمه سبا کوي، چې ویزه واخلي او یا هم ترې د هند په روغتونونو کې خلک ترې په یوه او بله بهانه پیسې وهلې وي.
 
 
C:\Users\Hamidi\Desktop\yu.PNG یوه ملګري کیسه کوله چې وړم کال یو افغان ناروغ هند ته د ناروغۍ په موخه تللی و او بلدي کس هلته یوازې له دې کبله چې په لفت کې یې دوه ځله ښکته او  پورته کړی، بې شمېره پیسې اخیستې وې، چې ګواکي تاته مې یوه لویه معاینه وکړه. اوس نو تاسو زموږ بد مرغي له همدې ځایه اندازه کولی شئ. تاسو ته معلومه ده چې تېر کال د همدې ښاغلي وزیر فیروز الدین فیروز په وزارت کې د ننګرهار په یوه روغتون کې د  یوه ناروغ له ټپونو چینجیو سر کړی و. کله چې خلک له ډاکټر پوښتنه کوي، چې دغه ناروغ خو تاسو ته د درملنې لپاره راوستل شوی، ستاسو په روغتون کې یې ټپ چنجي وکړل. پوهېږئ د داکټر ځواب ورته څه و؟ ډاکټر ویلي، چې دا د چینجیو موسم دی. زموږ د هېواد والو سترګې دومره پټې دي او حقیقت نه ګوري، چې د داسې یوه وزیر لپاره بیا د نړۍ د غوره وزیر جایزه ورکول کېږي او موږ هم ورته په پټو سترګ چکچکې و. د داسی جوایزو ورکول باید د تحلیل او ارزونی ورسته ورکړل شي.
 
 
C:\Users\Hamidi\Desktop\yuio.PNGتر څو واقعیتونه په سمه توگه تمثیل شي. د افغانستان په شان بیوزله هیواد چې ډېری وګړي یې د داخلي طبي نظام باندې د بېلا بېلو اړخونو له کبله هیڅ باور نلري نو له همدې کبله بهرنیو هېوادونو ته سفر کوي، بلا پیسې مصرفوي. که د افغانستان د  روغتیا په نظام کې شفافیت، روڼتیا، نظارت، په کار پوه او مسلکي کسان مجود وی، نو خلک به یې ولې دومره سړي او محتاج وی. دا یوازې دوه کوچنۍ بېلګې دي. که ټول هېواد ته یوه ځغلنده کتنه وشي، تر اوسه پورې موږ په ګڼو ولایتونو کې عادي روغتونونه نه لرو، ناروغان مو روغتون تر پر لاره خپل ژوند له لاسه ورکوي، مسلکي ډاکټران نه لرو او تر ډېره اوس له خصوصي پوهنتون ورځ تر بلې د لابراتورا، پروتیز او فارمسۍ په برخه کې غیر مسلکي کسان داسې فارغېږي، چې ته به وایي، له ماشین را توېږي. کابل چې د افغانستان پلازمېنه ده تر اوسه پورې موږ پکې داسې روغتون نه لرو چې په اساسي ډول پکې د خطرناکنو ناروغیو لکه سرطان او یا نور درملنه وشي. څو کاله کېږي چې د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د سرطان ملي پروګرام تر نامه لاندې د کابل په څو روغتونونو کې څو برخې پرانیستل شوې دي، خو لا یې هم د تشخیص او درمنلې څرک پکې نه ښکاري. په دې بې سترګو وطن کې همداسې کسانو ته چکچکې کېږي، چې د ملت په وینه لوبې کوي. په سلګونه داسې پېښې شته چې که وڅېړل شي، همدا د روغتیا وزیر باید د محاکمې میز ته را کش کړل شي او پوښتنه ترې وشي، خو دلته هر څه برعکس دي. دلته ددې پر ځای چې له یو چا د هغه د خیانت پوښتنه وشي، برعکس جایزه ورکول کېږي. د بهرنیانو لپاره دا هر څه بې مانا دي، کله مو یې هنر ماندانو ته جایزې برابرې کړې وي او کله هم وزیرانو ته. په همدې کارنونو یې له موږ ځانونه ورک کړي دي. داسې هم نه ده چې په هېواد کې موږ پر کار پوه، مسلکي او ژمن کسان نه لرو، چې د وزیر، رییس او یا نورو برخو کې وګمارل شي. موږ همدا اوس په هره برخه کې مسلکي، په کار پوه او متخصص کسان لرو، خو له بده مرغه نن په دې ټولنه او دې کابینه کې د هغه چا لپاره ځای نشته چې خپل وطن او مسلک ته ژمن دي. له افغان حکومت او په تېره بیا له ولسمشر څخه مې هیله دا ده چې دغه ډول کسان نور د خلکو له سر چپ کړي او نور له دې وطن سره ظلم ونه کړي.