
روهي (جمعه/۳ د کب)، د هندوستان کابینې پرېکړه کړې ده چې په پاکستان به د درېیو سيندونو اوبه بند کړي. چارواکي وايي په دې پريکړه کې د سيند طالوس مساله نه ده شامله.
د هندوستان ځينو چارواکو دا هم ويلي دي چې ياد پرېکړه د هندي کشمير په پلوامه نومي سيمه کې د شوي ځانمرګي بريد سره اړيکه نه لري او غواړي چې د يادو سيندونو اوبه په کشمير او پنجاب ايالتونو کې مصرف کړي.
د هند کابينې ويلي دي چې د دوی په درېيو سيندونو د برېشنا بندونه جوړوي او په دې سره په پاکستان بهېدونکې اوبه ودريږي.
که څه هم هندي چارواکي دغه پرېکړه او د پلوامه سيمې برید سره دوه جلا مسايل یادوي خو شنونکي وايي چې يادې چارې د هندوستان د بيو سياست يوه هڅه ده چې د پاکستان پر وړاندې يې کوي.