ولسمشر نورسلطان نظربایوف خپل حکومت منحل کړ

روهي (جمعه/۳ د کب)، د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایوف خپل حکومت او کابينه د ټېټو چوپړتياوو په اساس لغوه اعلان کړه.

ولسمشر نورسلطان نظربایوف ويلي چې حکومت يې ونه شول کولی چې هغه ډول خدمت وکړي کوم ډول چې د خلکو هيلې وې.

د نوموړي په وينا چې هېواد يې پراخه زېرمې لري خو تېر حکومت له هغوی څخه په سالمه ګټه اخېستنه کې پاتې راغی.

ولسمشر لومړی وزير بکیتجان ساګینتایوف هم له دندې ګوښه او پر ځای یې مامین چارسمبال لومړی وزير ټاکلی دی.

د قراقستان ولسمشر په يوې ټلوېزوني مرکې کې ويلي دي، "د اقتصاد په ډېرو برخو کې د ګڼ شمېر نویو قوانینو له تصویب او په دې برخو کې د حکومت له پرېکړو سره سره مثبت بدلون ترلاسه نه شو، حکومت او مرکزي بانک ونه شو کړای چې خلکو ته لازم امتیازات او په لوړ معیار د اقتصادي ودې امکان برابر کړي."

په قراقستان کې په دې وروستيو وضعيت کړکېچن شوی وو او خلکو د حکومت پر وړاندې لاريونونه وکړل.