
روهي (جمعه/۳ د کب)، د چين بهرنيو چارو وزارت وايي چې له هندوستان سره په اړيکه کې دی او په ګډه به هڅه وکړي چې د جیش محمد ډلې د مشر مسعود اظهر نوم د ملګرو ملتونو د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړي.
د چين بهرنيو چارو وزارت دغه څرګندونې د هندي کشمير په پلوامه نومي سيمه کې د ځانمرګي موټربم بريد وروسته کړي دي. د ياد بريد مسووليت جيش محمد ډلې په غاړه واخېست.
هندوستان په ياد بريد کې د پاکستان د لاس د لرو وويل، خو په پاکستان يې پر وړاندې توند غبرګون وښوود او د هندوستان ياد تورونه يې رد کړل.
د پلوامه بريد وروسته په هندوستان کې لاريونونه وشول، د مسعود اظهر انځورنه او د پاکستان بيرغ پر وړاندې يې د سپکاوي چارې تر سره کړې.