ټرمپ: (هودا مثنا) د داعش ناوې ده، اجازه نه ورکوم چې بېرته امريکا ته راشي

روهي (پنځه نۍ/۲ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يو ټوېټ کې ليکلي دي چې سوريې ته تللې (هودا مثنا) بېرته امريکا ته د راتګ اجازه نه لري. نوموړي په ټېوټ کې ليکلي دي چې بهرنيو چارو وزارت ته مې امر کړی دی چې نوموړې د راتګ اجازه ورنه کړي.

ټرمپ او بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي دي، "هودا مثنا امریکايي نه ده، امریکا ته د تللو لپاره کوم قانوني بنسټ هم نه لري. نه امریکايي پاسپورټ لري او نه هم د دې پاسپورټ د ترلاسولو حق لري او نه هم د متحده ایالتونو د ویزې اخیستلو حق لري."

هودا مثنا په امريکا کې زېږدلې ده، څلور کاله وړاندې ترکيې او له ترکيې وورسته سوريې ته لاړه چې هلته بيا د داعش ليکو ته ورغله او درې ځلې يې نکاح کړی او يو ۱۸ مياشتنی زوی لري.

هودا مثنا وايي چې له داعش ډلې سره په يوځای کېدو پېښمانه ده او اوس غواړي چې بېرته امريکا ته لاړه شي او خپل عادي ژوند وکړي، خو ټرمپ يې د ورتګ مخه نېولې ده.