د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې احتمال

روهي (پنځه نۍ/۲ د کب)، له کله چې د تر کنټرول لاندې کشمير پلوامه نومي سيمه کې په هندي سرتيرو موټربم ځانمرګی برید وشو، د دواړو هېوادونو ترمنځ وضعيت کړکېچن شو.

هندوستان کې ولسي وګړو لاريونونه وکړل او د بريد پړه په پامستان واچوله. هندي رسمي دولتي مقاماتو هم د بريد تر شا پاکستان تورن کړ او يا هېواد يې د ترهګرو ملاتړی ياد کړ.

پاکستاني چارواکو په ياد بريد کې هر ډول خپل لاس لرل رد کړ او ګواښ وکړ، چې هند بې ځايه تورنه پوري کوي او که چېرې ياد هېواد کوم عمل لاس پوري کړي نو عکس العمل به يې وګوري.

لومړي وزير نرېندرا مودي وويل، چې بريد که پاکستان يا بل هر چا کړی وي په ګرانه به ورته تمام شي او سخت غچ به يې واخلي. نوموړي د پاکستان اوسنی سياست د تباهۍ سياسي ياد کړ او خپل سياست د جوړونې ياد کړ.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم خبرداری ورکړی دی، چې که چېرې هندوستان په کوم پوځي عمل لاس پوري نو سمدلاسه به يې ځواب ورکړي.

پوځي او سیاسي شنونکي وايي چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ اوسني کړکېچ د دغه دوه هېوادونو ترمنځ د وسلو سيالۍ يا Arm Race ته زمېنه پيدا کړې ده. د دوی په دې اند دي چې که چېرې ملګري ملتونه او نورې ادارې د ستونزې په حل کې نه شي نو شونې ده چې د سيمې يو شمېر نور هېوادونو د خپلو ګټو په پار دغه هېوادونه د جګړې تر کرښې کش کړي.