
روهي (څلورنۍ/۱ د کب)، د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين د امريکا متحدو ايالتو حکومت د وروستيو پوځي هڅو پر وړاندې غبرګون ښوودلی او جدي خبرداری يې ورکړی دی.
پوتين خبرداری ورکړی چې که چېرې د متحدو ايالتو حکومت په اروپا کې منځني واټن ویشتونکي توغندي ځای پر ځای نو روسيه به امريکا او ياد اروپايي هېوادونه دواړه په نښه کړي.
د ازادۍ راډيو د خبر پر بنسټ ولسمشر پوتين ويلي، "روسیه غواړي چې له امریکا متحده ایالاتو سره په یوه متوازن چوکاټ کې هر اړخیزې دوستانه اړیکې ولري، روسیه هېڅڅوک نهګواښي، په امنیتي برخه کې زموږ ټول اقدامات کاملاً دوه اړخیز دي او دا د دفاعي خاصیت په معنی ده، موږ له هغوی سره د مقابلې لېوال نه یوو، په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو په څېر له یوه نړیوال ځواک سره."
د يادونې ده چې روانه مياشت د امريکا حکومت د ۱۹۸۷ کال د «ای اېن اېف» یا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د کنټرول له تړونه وتلله او له روسيې سره يې دغه تړون لغوه کړ.