
روهي (څلورنۍ/۱ د کب)، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستيال ویاند رابرټ پالادینو تېره ورځ رسنيو ته ويلي دي چې د هندوستان تر واک لاندې کشمير سيمه کې د تېرې ورځې بريد خواشيني کړي دي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د هندوستان تر څنګ ولاړ دي او ورسره ملاتړ لري.
نوموړي خبريالانو ته ويلي دي چې پاکستان بايد د يادې پېښې په اړه همکاري وکړي او هر څوګ يې چې عاملين وي سزا دې ورکړي.
د ازادۍ راډيو د خبر له مخې نوموړي رسنيو ته ويلي دي، "موږ د هند له حکومت سره له نږدې په ارتباط کې يوو، څو نه یوازې ورسره خواخوږي څرګنده کړو، بلکې خپل کلک ملاتړ څرګند کړو چې د ترورېزم په وړاندې مبارزه کوي، موږ له پاکستانه غواړو چې د دې حملې په څېړنه کې بشپړه همکاري وکړي او عاملان یې که هر څوک وي، ورته سزا ورکړي."
له دې وړاندې هندوستان له پاکستان غوښتي وو چې د ياد بريد مسوولين دې پيدا او ورته سخته سزا دې ورکړي.
بيا له بلې خوا د پاکستان لومړي وزير عمران ويلي دي چې که چېرې هندوستان په کمشير پلوامه سميه کې د بريد په اړه داسې شواهد لري چې تر شا يې د پاکستان لاس دی، نو شواهد دې وړاندې کړي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هم ويلي دي چې ملګري ملتونه بايد په دغه موضوع کې دننه شي او راپورته شوې ستونزې د خبرو له لارې پای ته ورسوي.