مدني ټولنې څنګه پياوړې او په ځان بسیا کړو

دویم ګام : د مدني ټولنو ځان بسياینه
د مدني بنسټونو له پیاوړتیا وروسته د دوی د ځان بسیاینې پړاو پیلیږي، د افغانستان شرایطو چارو او د مدني ټولنو رول ته په کتو د ځان بسیاینې په برخه کې لاندې درې برخې د بحث وړ دي.
 
۱ـ دولتي سکتور
دولتونه د ملتونو خدمت کوي او مدني ټولنې د مدني حق او د ولسونو د غږ رسولو بې طرفه رول ادا کوي دا ډېره مهمه ده چې دولت خپله د مدني بنسټونوسره د ملاتړ او ساتنې هڅې ګړندۍ کړي.
 
د مدني ټولنو څخه د دولتي سکتور ملاتړ کېدای شي په لاندې څو برخو کې پرې بحث وکړو.
 
الف : د دولت په ملي اجنډا کې د مدني ټولنو د شاملولو تابیا : تر دې دمه د مدني ټولنو له رول څخه دولت یوازې په ظاهري او ښودونکي بڼه ګټه پورته کړې او دا موضوع د شعار تر کچې محدوده پاته شوې ده . د پورته یادې شوې شبکې دریمه دنده به داو  وي چې په ملي کچه د دولت په ملي اجنډا کې د مدني ټولنو د باطني او اساسي رول په تړاو تعهد رامنځته کړای شي.
 
ب : په ملي بودجه کې د مدني ټولنو او ځوانانو لپاره تخصیص: په نوره نړۍ کې د ځوانانو د ملاتړ او مدني ټولنو د ساتنې او حمایت په برخه کې دولتونه ځانګړي پام ساتي او یادې برخې ته بودجه په نظر کې نیسي. دا ډېره مهمه ده چې اړونده شبکه به د دې موضوع لپاره د تطبیقي پلان په اډنه کې ملي دادخواهي کوي او له پارلمان نیولې تر اړونده نورو دولتي بنسټونو پورې باید ۹۹ کال لپاره بودجه په نظر کې ونیول شي.
 
ج: له دولت سره د مدني ټولنو ریښتنی ګډون : دا ډېره مهمه ده چې په ملي کچه پدې اړه هم د همکارۍ ملي تګلاره رامنځته شي، تر څو دولتي ادارې په ملي او ولایتي کچه په کرنیزو، تعلیمي، حقوقي، مطبوعاتي او نورو برخو کې د یادو بنسټونو ته د اړونده پروګرامونو کې رول ورکړي او همدا راز د ټولو ګومارنو په برخه کې د اړونده مدني ټولنو د شبکې ته ځانګړی پام وکړي.
 
۲ـ خصوصي سکتور:
خصوصي سکتور د دولتونو د اقتصادي بسیاینې او ملاتړ په برخه کې ستر رول ادا کوي افغانستان هغه هیواد دی چې اړونده برخې ته په تېره یوه نیمه لسیزه کې ځانګړی پام شوی او اړونده سکتور د مهم ارزښت لرونکی بلل کیږي.
 
دا سکتور له مدڼي ټولنو او بنسټونو څخه په هغه کچه همغږي او همکاري نه لري چې ورته اړتیا ده، د مدني ټولنو د ځان بسیاینې په برخه کې د خصوصي سکتور همکارۍ په لاندې برخو کې د بحث وړ دي،.
 
الف : د مدني ټولنو د ملي شبکې سره د ګډې مرستې او کار هوکړه:
مونږ وایو چې له خصوصي سکتور سره چې په سوداګرۍ ، کرنې اونورو برخو کې فعالیت لري د مدني ټولنو همکاري دوی ته لویه ګټه رسوي، که چېرې اړونده سکتورونو د سوادګرۍ، کرنې، بازار مودنې، حقوقي ، فرهنګي او نورو برخو کې د مدني ټولنو سره د همکارۍ او کار هوکړه لیکونه ولري او دا کار بار به په دوه اړخیزه ګټو استوار وي.
 
ب: مدني ټولنو ته دځانګړو تخفیفونو هوکړه لیک : له مخابراتي کمپنیو نیولې تر تحصیلي موسسو، ترانسپورتي او ساختماني شرکتونو پورې که چېرې د یوې سراسري او په دوه اړخیزه ګټو ولاړه همکاري او همغږي رامنځته شي نو دا هڅې به د مدني ټولنو د ځان بسیاینې په برخه کې ثابت او مثبت ګام وي.
 
ج: د کارېدونکو توکو او وسایلو د ورکړې هوکړه : اړونده خصوصي سکتور چې مخابراتي، کمپنۍ، تحصیلي موسسې ترانسپورتي کمپنۍ او  نورې اتحادیې هغه ټول توکي او وسایلو چې د اړونده بنسټونو له لوري د داغمه په ډول دولتي ادارو ته سپارل کیږي د مدني ټولنو اړونده شبکې او د خصوصي سکتور سره داسې هوکړه رامنځته شي چې دا وسایل مدني ټولنو ته وسپارل شي او له دې اړخه د مدني ټولنو دفترونه په تجهیزاتي توکو سمبال شي.
 
۳. ولسي ملاتړ
ولسي ملاتړ دمدني ټولنو لپاره همدا راز د ارزښت وړ دی، مدني ټولنې باید د ملت د غږ رسو او له مدني حقونو یې د ملاتړ ادارسونه وي ، نو له یادو بنسټونو څخه د ولس ملاتړ  کولای شي د مدني ټولنو د ځان بسیاینې په برخه کې مهم رول لري.
 
الف : خپلمنځي حق العضویت : په مدني ټولنو کې د غړیتوب د حق العضویت د نه وکړې هغه ستونزې ده چې ډېری مدني ټولنې یې نورو ته محتاج پاته کړې دي ، که مدني ټولنې د خپل حق العضویت په برخه کې ژمن وي نو کولای شي چې اړونده ټولنې په یادو برخو کې تر ډېره په ځان بسیا شي.
 
ب: په ټولنو کې د عشر او بلاعضوه مرستو جلب: مدني ټولنې باید د نورو تګلارو تر څنګ په ټولنو کې د عشر او نورو مرستو د جلب په موخه په کلیو او بانډو کې د همکارۍ رول پیاوړی کړي او خلک اړونده برخو ته د مرستو لپاره وهڅوي .