د ايران سپاه پاسدران: په ايران کې وروستی ځانمرګی بريد پاکستان کړی

روهي (څلورنۍ/۱ د کب)، د ايران د سپاه پاسدران ډله وايي چې د دغه هېواد په سیستان بلوچستان کې ځانمرګی بريد د پاکستان وګړي له خوا شوی دی.

د ایران د سپاه پاسدران د ځمکنیو ځواکونو مشر محمد پاکپور وايي چې د ياد بريد بريدګر پاکستانی وو او په تور یې دوه نور پاکستانيان هم نېول شوي دي.

نوموړي په دې اړه نور مالومات نه دي ورکړي خو ويلي دي چې د بريد پاتې شوني او شواهد دا په ډاګه کوي چې بريد پاکستاني وګړو کړی.

په ايران کې د ياد ځانمرګي بريد مسووليت جیش العدل په نوم ډلې په غاړه اخېستی دی او ايران وايي چې پاکستان دغه ډلې ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.