عمران خان: که هند پر پاکستان بريد وکړي سمدلاسه به يې ځواب ورکړو

روهي (څلورنۍ/۱ د کب)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان په کشمير د وروستي ځانمرګي بريد په اړه د هندوستانو تورونه رد کړيی او ويلي دي چې ياد هېواد پرته له کوم ثبوت پر پاکستان تور پوري کوي.

عمران له هند غوښتي دي چې د کمشير په پلوامه سيمه کې د بريد په اړه دې ثبوت وړاندې کړي چې مونږ یې په اړه جدي پلټنې وکړو. نوموړي هند خبرداری ورکړی دی چې که چېرې پر پاکستان بريد وکړي نو سمدلاسه به د بريد ځواب ورکړيږ

له دې وړاندې د پاکستان بهرنيو چارو وزير له ملګرو ملتونو غوښتي وو، چې په هدنوستان کې د شوي ځانمرګي بريد په اړه دې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د راپورته شوي ستونزې په هواري کې مرسته وکړي.

عمران خان ويلي دي چې د کشمير ستونزه چې د کالونو راهيسې د پاکستان او هندوستان ترمنځ شتون لري بايد د خبرو له لارې پای ته ورسيږي.

هند وايي چې په پلوامه سيمه کې د ځانمرګي بريد تر شا د پاکستان لاس دی چې ۴۶ هندي سرتيري په کې ووژل شول او تر لسګونه نور په کې ټپيان شول.

د يادونې ده چې د پلوامه ځانمرګي بريد په پاکستان کې مېشتې جيش محمد وسله والې ډلې په غاړه اخېستی دی.