
روهي (درې نۍ/۳۰ د سلواغې)، د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان نن ورځ په يو رسمي سفر د هند پلازمينې نوي ډيلي ته ځي.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې د محمد بن سلمان سفر تائيد کړی دی. رسنيو ويلي چې محمد بن سلمان د هندوستان د لومړي وزير نرېندرا مودي په رسمي بلنه دغه هېواد ته ځي.
د سعودي کابينې يو شمېر وزيران، ملي سوداګر او نور لوړپوړي دولتي کسان د محمد بن سلمان ملتيا کوي او له هند سره به د مېلېاردونو ډالرو پروژې لاسليک کړي.
هندوستان او سعودي عربستان له تېر څخه د سوداګرۍ، پانګونې، بنسټیزو پروژو، امنیتي او دفاعي برخو کې ښې او پراخه اړيکې لري.
محمد بن سلمان نوي ډيلي ته د سفر وړاندې اسلام اباد ته تللی وو چې د لومړي وزير عمران خان او ياد حکومت له نورو لوړپوړو چارواکو سره يې لېدنې تر سره کړې.