امریکا شوروي تاریخ ته ستنېږي

له افغانستان نه، د امریکا وتل څو فکټورونه لري که څه هم امریکا افغانستان ته د القاعدې په بهانه راغلې دی او په ظاهره نارې وهي چې ترهګرو ځالې ختمول غواړي خو دا ترهګر څوک دي، څوک روزنه ورکوي، نظامي مهمات له کومه ځایه کوي د چا پروژې پرمخ وړي دا ټول ته څرګنده ده ترهګر په افغانستان کې جنګیږي خو دا ترهګرې ډلې خو امریکا ته هم معلومې دي چې په نورو هيوادونو کې دي له همغه ځایه تجهیز کيږي امریکا که په رښتیا ترهګرو ډلو ځالې ختمول غواړي نو لومړی يې باید په هغو هېوادنو کې چې د ترهګرو ځالې او روزنځایونو پکې موجود دي له منځه یوسي چې ريښې يې ختمې شي ولې دا کار نه کوي؟ د امریکا یوازنی هدف دا نه دی چې ترهګرې ډلې له منځه یوسي بلکې ډير اهداف لري چې په سیمه او نړۍ کې د یو قوي قدرت په توګه دې پاتې شي ځکه امریکا روس، چین، ایران... هیوادونه سره په تقابل کې دی او افغانستان يې د سنګر په توګه نیولی دی امریکا د افغان حکومت غښتلیتا څه کوي ځان ته خو سرخوګی نه جوړي د افغان نظام پیاوړتیا څه کوي بلکې کمزورې يې ساتي تر څو دوی خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي او دوی ته څوک ونه وايي چې له افغانستان نه، ووځي په تېرو کالونو کې امریکا افغان حکومت او نظامي ځواکونه څومره کمزورې ساتلي دي هسې یو څو نمایشي له کاره لویدلې طیاري او ټاکونه يې ورکړل له دې يې ښه تجهیزات ترهګرو ته ورکړي دي او لا به نور څومره ورکړي، په دې څوک سترګې نشي پټولی چې امریکا له ترهګرو سره مرسته نه کوي عملي بیلګې يې شته دي د امریکا وسله ترهګر له کومه ځایه کوي؟ څوک يې ورکوي؟ د وسلو ډک کانټینرونه چې ټول له امریکايي وسلو څه ډک وو ترهګرو ته چا ور روان کړي وو!؟ چې ونیولی شول هغه چا چې دغه وسلې ونېولې چا وواژه؟ ولې يې وواژه؟ همدغه امریکايي ځواکونو په افغان ملي اردو بمباري ونه کړه په ملکي وکړو يې بمونه ونه غورځل بې ګناه افغانان يې ونه وژل.
 
امریکا څومره د افغانستان په ګټه ده؟
امریکا دلته خپل اهداف لري په منځني ختیځ کې ګټې لټوي د خپلو ګټو لپاره جګړه پرمخ بیايي او په سیمه کې له نورو هیوادونو سره په تقابل کې واقع دی د دې لپاره اړتیا لري چې په افغانستان کې دې نظامي حضور ولري، امریکا به په هیڅ صورت په بشپړ ډول نظامي حضور تمام نه کړي دوی اړ دي چې په افغانستان کې پاتې شي خو پوښتنه دا ده چې آیا امریکا یو باثباته افغانستان غواړي؟ که څه هم په دې ورستیو کې د سولې خبرې ګرمې شوي د سیمې هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد سفرونه او طالب استازو سره خبرې اترې او د امریکا او طالبانو ترمنځ یو لړ توافقات ته په کتو داسې معلومیږي چې په ظاهره امریکا سوله غواړي خو لا هم دغه شک شته چې امریکا په رښتینې ډول سوله غواړي؟ ځکه د طالبانو یو اساسي شرط دا دی چې امریکا دې له افغانستان نه، ووځي که امریکا سوله غواړي نو د طالبانو په دې شرط به توافق کوي اوس بله پوښتنه دا ده چې که امریکا دا شرط ومني آیا دې ته تیاره ده چې د خپلو ګټو لپاره افغانستان پریږدي او په سیمه کې نظامي حضور پای ته ورسوي په داسې حال کې چې نورو هیوادونو سره په تقابل کې واقع دی؟ که دې هر څه ته اماده وي ولې باید افغانستان په داسې حالت کې پریږدي که امریکا افغانستان په همداسې کړکیچن حالت کې پریږدي او دا هېواد یو ځل بیا د جګړې په ډګر بدلیږي، آن ټوله سیمه به بې ثباته شي او مسوؤلیت به يې هم د امریکا په غاړه وي امریکا که له دې مسوؤلیت څخه ځان خلاصوي اخیره به هم سوله کوي امریکا مجبوره ده چې سوله راولي خو که ښه کوي همدا اوس دې لاس په کار شي او رښتینې سوله دې راولي دغه مجبوریت به اخلي که داسې ونه کړي او یوازې خپلې پښې سپکې کړي امریکا به د شوروي تیر شرمنده تاریخ ته ستنه شي.
 
که څه هم امریکا زموږ په ګټه نه ده خو موږ په اوسنيو حالاتو کې بیا له امریکا پرته بل ښه بدیل نه لرو ځکه افغانستان ښه ګاونډیان نه لري افغانان خو په هیڅ وجه نه غواړي چې ایران، پاکستان او نور ګاونډي دې راشي، او دلته دې نظامي حضور ولري د روس کیسه خو یوې خوا ته پریږده پاکستان زموږ تر ټولو سخت دښمن دی او په هیڅ صورت پاکستان زموږ لپاره ګټور نشي تمامیدی موږ داسې ګاونډيان لرو چې زموږ غوښو ته ناست دي که ایران ته وګورو د یو ښه ګاونډي تمه ترې نشي کیدای د ګاونډيو هیوادونو نظامي حضور افغانستان ته زهر دي، د نظام ړنګیدل یا خدای مه کړه بیا د تروریزم په لاس کې لویدل لوی خطر دی ځکه موږ به بیا تېر ۳۰ کلن تاریخ ته ستنیږو، نو په داسې حالت کې چې یو خو موږ په خپله خودکفا نه یو هغه که په هر لحاظ وي نو امریکا ته په داسې شرایطو کې یو ډول اړتیا لرو بله چاره نه لرو، زموږ مجبوریت دی، خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې موږ له امریکا څخه څنګه کولی شو ګټه واخلو تر اوسه موږ له امریکانه مثبته ګټه نه ده اخیستې ښه خبره دا ده چې افغان حکومت له دې فرصت ګټه واخلي د امریکا په کمو امکاناتو اردو تجهیز کړي، په زیربیناوو دې کار وشي، تر څو به امریکا ته د هر راز همکاریو لاس نیسو، کاري فرصتونه دې رامنځ ته شي، پانګه دې وشي، امریکا ته دې د یو باثباته افغانستان قناعت ورکړل شي، د سیمې په کچه دې سوداګري پراخه شي او افغان حکومت دې خپله رهبري سمه کړي.