آیا جنګ به ختم شي؟

جنګ د بشر له پیدایښت سره سمه پیدا شوې پدیده ده چې د بشري تاریخ په رڼا کې يې ډيرې بېلګې لیدل شوي دي، جنګ د پوهانو په اند سازمان شوې، مسلحانه او د یوې اوږدې مودې لپاره شخړې ته وايي. د بشري ټولنې زیات وخت په جنګونو کې تېر شوی دی انسان په ظاهري ډول هیڅ جنګ نه غواړي خو ولې انسان سخت جګړه کوونکی دی؟ که تاسې فکر کوی چې انسان جنګ نه غواړي خو دا هم ومنئ چې انسان تر ټولو زیات جنګ غوښتونکی دی، جنګ انګیزه د انسان په خټه کې کښل شوې ده، په نړۍ کې چې څومره جنګونه ترسره شوي دي همدغه انسانانو کړي دي، بل چا خو نه دي کړي، د استاد شرف الدین عظیمي په ژباړل شوې مقالې کې چې (انسان ولې جنګ کوي؟) البرت انشټین یو وخت زیګموند فروید ته خط لیږي او د جنګ انګیزې په اړه يې ترې پوښتلي ؤ، فروید په دې ورته وايي چې: (انسان یو داړونکی څاروی دی.) په دې اساس فروید یرغل او داړل د انسان په وجود کې نغښتې ګڼي او وايي که په سمه او رغنده ډول ونه کارول شي په افراطي او مضر ډول راڅرګنیدیږي نو پر دې بنسټ ویلی شو چې جنګ کول د انسان دروني غریزه ده.

جنګ د انسان له پیدایښت سره سم د قابیل په ورور وژنه پیل شو، انسان هغه موجود دی چې د یو بل په وړاندې جنګونه کوي، فروید ته د انشتین یوه لیک کې ګڼ او مهم عوامل یاد کړي دي، ولې ترې له مخه یې یو شمېر نور اروایي عوامل د یادولو دي. نامتو ارواه پوه فروید او کوندراد لورینز جګړه د بشر ذاتي خاصیت باله: دوئ عقیده لرله چې انسان د جنګ له غریزې سره پیدا شوی او جنګ کول د بشر د بیولوژيکي او فطري صلاحیتونو برخه ده. 

د کانوي هندرسون په نوم یو عالم په خپل کتاب کې لیکلي چې له میلاد څخه وړاندې بیا تر ۲۰ پیړۍ پورې نږدې (۱۴۵۰۰) جګړې شوي دي او د نړۍ تاریخ یوازې ۳۰۰ کاله په سوله کې پاتې شوی دی یعنې انسانانو یوازې ۳۰۰ کاله په سوله کې تېر کړي دي او نور ټول يې جنګونه کړي دي. (۲ ماخذ )

خو اوس پوښتنه دا ده چې آیا جنګ به ختم شي؟ که به دوام پیدا کوي؟
زیګموند فروید د همدې پوښتنې په ځواب کې لیکلي چې جګړه هیڅ کله هم نه ختمیږي، بلکې بڼه يې بدلیږي. دعمرانياتو د بعضې علماوو له نظره د امن په نوم څه شى له سره شتون نه لري. او دې کوم حالت ته چې مونږ امن وايو دا د دوو جنګونو تر منځ د وقفې وخت دى. چې په دې کې انسانان يا ارام کوي يا د بل جنګ لپاره تيارى.(۱ ماخذ)

د لا ښه وضاحت لپاره د ترسره شویو جګړو یو چوکاټ راوړم هیله ده چې په دقیق ډول يې مطالعه کړئ!

(۳ ماخذ)
په پورته ګراف کې وینئ چې په ۱۶۱۸ م کال کې مذهبي جګړې رامنځ ته شوې دغه جګړې د کاتولیک او پروتستان ترمنځ ونښتلې د جګړې لوري ډیر ضعیفه شول او په ۱۶۴۸ م کال کې د وستفالیا تړون رامنځ ته شو او جګړه ودریده، بیا د ناپلیون اووه جنګونه رامنځ ته شول او د ده په ماتې پای ته ورسیدل چې په ۱۸۱۵م کې د ویانا کنګره (د سولې تړون وشو.)  ورپسې په ۱۹۱۴م کال کې لومړۍ نړیواله جګړه رامنځ ته شوه د جګړې ټول اړخونه ډیر وځپل شول، خلک له قحطۍ سره مخ شول بحران رامنځ ته شو هېوادونه ډير کمزورې شول د جګړې توان يې له لاسه ورکړ د بهانې لپاره د ملتونو ټولنه په کال ۱۹۲۰م کې رامنځ ته شوه او جګړه ودریده، ورپسې په ۱۹۳۴ کال کې دوهمه نړیواله جګړه ونښتله په میلیونونو انسانان پکې ووژل شول، معیوب شول او بلاخره د جنګ د ودریدو لپاره په کال ۱۹۴۵ م کې ملګري ملتونه رامنځ ته شول او جګړه ودریده تر اوسه ۲۰۲۰ کال پورې، په پورتني ګراف کې شین خط د سولې تړون یا هغه حالت دی چې جګړه پکې ودریدلې دی، سور خط جنګ دی پورتني ګراف ته په کتو د نړۍ انسانانو جنګ کړی دی چې کله ستړي شوي دي د سولې تړون يې کړی دی، بیا يې جنګ کړی دی چې کله ضعیف شوي دي بیا يې سولې تړون کړی دی (نو دلته د عمرانیانو د علماوو خبره ښه څرګندیږي کوم حالت کې چې د سولې تړون شوی ورپسې بیا بله جګړه رامنځ ته شوې ده.)  په همدې ترتیب تر نن پورې يې منحني ډوله حرکت يې کړی دی اوس پوښتنه دا ده چې آیا بل جنګ به رامنځ ته شي او کنه؟ له پورتني ګراف څخه داسې مالومیږي چې بله جګړه به هم کیږي خو دا چې کله به پيښیږي او بڼه به يې څه دول وي مالومه نه ده، اوس موږ له ۱۹۴۵ څخه تر ۲۰۲۰ م کالونو پورې د سولې په مرحله کې یو، که څه هم په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې جګړه عملآ روانه ده خو دا چې د سولې دغه نقطه به د ګراف له مخې څومره دوام کوي او جګړه به په کومه بڼه پیښږي وخت به يې مالومه کړي، البرټ انشټین هم په کال ۱۹۴۷م کې په خپله وینا کې وویل: (زه نه پوهیږم چې دریمه نړیواله جګړه کې به کوم جګړه ییز وسایل وکارول شي. خو د څلورمې نړیوالې جګړې وسایل به تیږي او لرګي وي.) (۲ ماخذ)

انشټین په ښکاره ډول د څلورمې نړیوالې جګړې خبره کوي د نړیوالو اړیکو کارپوهانو هم وړاندوینه کړې ده چې بله نړیواله جګړه به هم پیښیږي. 

ماخذونه:
 ولې جنګ؟ محمدالله تبسم لېکنه، کال:۲۰۱۴(www.nunn.asia۱- 
۲- انسان مجله، انسان ولې جنګ کوي؟ استاد شرف الدین عظیمي، لېکنه، کال: ۱۳۹۷
۳- شخړې (جګړې ګراف). لکچر نوټ، استاد جاوید احمد شکیب، شیخ زاید پوهنتون ژورنالیزم پوهنځی، کال: ۱۳۹۸