
د شنه چتر پر پراخه میدان ستورو خپل اتڼ کاوه، سپوږمئ چمبه په لاس د کوم پردیس په یاد سوزوونکې او زړه ماتوونکې سندرې ویلې، هسک د مخلوقاتو چوپتیا ته اریان دریان وو، هسک ددوی بیباکۍ ته په رډو رډو کتل، او د نتلو زړونو دغو لړزوونکو سندرو ته یې په ډیره آرامۍ غوږ نیولی وو ، شونډې یې رپیدې ګویا هماغه سندره یې له ځآنه سره زمزمه کوله، پښې یې ولړزیدې، او غږ یې کرار کرار په ستوني کې خپ سو. نه یې چا آه اوریده او نه ورته څوک پښه نیولی سو څو دده غم له ځانه سره شریک او دده په درد باندې ځآن پوه کړي، نه یې چا د مخ اوښکې پاکې کړې، او نه داسې په زړه نازک لکه ګل پاڼه څوک وو چې په رخسار راغلې اوښکه په وريښمینو ګوتو ترې کرار راټوله او په شونډو باندې کښیږدي، ټټر ته یې نیږدې کړي ، سلګۍ یې په ځآر او په کوربان غلې او د ټټر حرارت یې دی له نړۍ څخه بیخوده ، له چاپیریال څخه ناخبره، او تیر کړاو او رنځ ورڅخه هیر کړي.
خو نه! داسې څوک نه وو، هغه چاته چې یې کلونه او عمرونه انتظار وکړ، هغه چا ته چې یې خپله آینده ورکړې وه ، هغه چا لپاره چې یې خپل برخلیک بدل کړ، هغه برخلیک چې هغه به د حشر تر ورځې دده او د هغه لایزال ذات ترمنځه یو راز پاتې وي، هغه نن دی لاس نیولی ددغه اوږده واټن پرنیمه کې پریږدي او ځي، هغه نن کوم مل نلري ، هغه نن په سر کومه پناه نلري، هغه نه غر او نه سمه لري، نه یې مل او نه یې یارشته، نه یې کاروان او نه یې بار شته، ټول شته یې یو خواخوږي چې ده خپل عمر ورڅخه سپیلنی کړ، چې ده ورته خپل عمر بخښلی وه ، چې ده ورته د خپل ژوند ډیر ارزښتمن کلونه دده د راتلو په هیله په بې نومه لارو تیر کړ، نن هماغه خواخوږی دا هر څه ترې وړي او پوپنا کوي یې!!
هغه نور په سر آسمان او دپښو لاندې ځمکه نلري، هغه نور د غمجنو زړونو د خوشالولو لپاره څه نلري، هغه نور کومه ژوندۍ کیسه نده، هغه له کاروانه پاتې پردیس د شپې په توره غیږ کې بربري داړه مارانو لوټ کړی، هغه نور ژوند نلري، هغه د عمر له کاروانه څخه پاتې لاروی ده نن.
ګویا برخلیک یې له ربړو څخه جوړ سوی، ګویا په خټه کې یې ژړا، پردیسي،او بې کوري اخښل سوې، هغه نن له انسانه بیزاره د یوه داسې ځآی لټون کړي چې د انسان له بوی او رنګ څخه خالي وي، نن دیوه داسې ځای لټون کړي چې اقلا پکې په چیغو فلک ته وژاړي، نن د یوه داسې ځآی لټون کړي چې هلته له خپل برخلیک څخه خپل ضمیر ته شکایت وکړي، خو کاش چې ضمیر دا هر څه بدلولای شوای، کاش چې قلم زن دده قلم داسې نه وای وهلی!! کاش داسې یو ځواک وای چې دا هر څه یې دده په طبعه جوړ وای!!
ژوند به چاته د خوښیو او خوشالیو نوم وي، چا ته به د وطن او کور نوم وي، چا ته به د حسن او ښایست نوم وي، چا ته به مال او جایداد ښکاري، خو ده ته اوس ژوند له دې ټولو رنګونو څخه خالي ښکاري، نه خوښي، نه وطن، نه کور، نه حسن او ښایست، او نه مال او جایداد پیژني! ژوند ده ته د مفهوم او معنا له دایرې څخه وتلی، د ژوند رنګونه پیکه شوي، د ژوند مارغه یې کوم ظالم ښکاري په ټتر سوری کړی، د ژوند کاروان یې د روڼ سهار په تمه په تورو شپو کې ورک دی، نه مشال او نه لاربلدی لري! خو خپګان او بیکسي هم هغه میلمانه دي چې د هر چا په کور نه داخلیږي، دا هم یو نعمت وګڼه چې د سبا ارزانۍ او لوریینې دې پرون له یاده ونه باسي، دا ځکه چې زمونږ خدای هر څه جوړه پیدا کړي دي، په شپه پسې ورځ وي، په مني پسې پسرلی وي، په روژو پسې اختر وي، او له هر مصیبت څخه وروسته د یوې خوښۍ په هیله اوسه!!