جمو کشمیر کې د هندوستان څلور سرتيري وژل شوي

روهي (دوه نۍ/۲۹ د سلواغې)، هندي رسنيو ليکلي دي چې د هندوستان تر والکې لاندې جمو کشمیر کې د دغه هېواد څلور سرتيري وژل شوي دي.

انډیا ټایمز خبري اژانس دغه خبر د هندي چارواکو له خولې تائيد کړی دی. چارواکو ويلي دي چې دغه سرتيري په چڼيزو عملياتو بوخت وو او د وسله والو په بريد کې وژل شوي دي.

پېښه د پلوامه نومي سيمې په څو کليو مټرۍ کې شوې ده. په پلوامه سيمه کې تېره اونۍ يو موټربم بريد وشو چې د هندوستان ۴۶ سرتيري په کې ووژل شول.