سعودي په پاکستان کې شل مېلېارده امريکايي ډالر پانګونه وکړه

روهي (دوه نۍ/۲۹ د سلواغې)، پاکستان ته د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن له سلمان له سفر سره يوځای سعودي ويلي، چې تر شل مېلېارده امريکايي ډار پانګونه يې په دغه هېواد کې کوي.

دغه پانګونه به د انرژۍ، کانونو او کیمیاوي موادو په برخه کې تر سره شي چې د پاکستان په اقتصادي وضعيت به ښه اغېز وکړي.

محمد بن سلمان د خپل سفر په ترڅ کې ويلي دي چې د دواړو هېوادونو اړيکې به د تېر پرتله څو ځلې پراخه او ښې شي او دا چاره د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

عمران خان هم پاکستان ته د وليعهد محمد بن سلمان د سفر څخه مننه کړي او سعودي عربستان يې د پاکستان د اړتيا وخت ملګری هېواد بللی دی.

سعودي عربستان او پاکستان له ډېر پخوا نېږدې او ښې اړيکې لري چې ډېری وخت يو او بل ته په کړکېچنو وضعيتونو کې لاس ورکوي.