د افغانستان  بنسټیزې ستونزې         

څرنګه چې په جغرافیایي توګه افغانستان د اسیایي هیوادنو د سوداګری او تګ راتګ ترټولو ارزښتمنې لارې حیثیت لري. لویدځ په ځانګړي ډول انګریزانو ددغه سیمې  جغرافیایي، کلتوري او نژادي ارزښتونه په ښه توګه پیژندلي. په دې اساس یې دخپلو اوږدمهاله پروژو عملې کولو لپاره موءثر پلانونه جوړ کړي، چې بدبختانه دپیړیو راهیسي یې زمونږ هېواد له سختو ستونزو او نه جبرانیدونکو تاونونو سره مخ کړی او لا تراوسه دمرګ او ژوند کړاو ګالي. دغه  اساسي ستونزي مونږ په لاندي ډول راغوڼډي کړي.
 
لویو قدرتونو سره اړیکې
لومړی اساسي ستونزه  دنړی د سترو قدرتونو ترمنځ د اړیکو د توازون ساتلو  نیمګړتیا ده
چې د سلګونو کالو راهیسي یې افغانستان لویو قدرتونو ترمنځ د ناوړه سیالۍ ډګر ساتلی.  بدبختانه افغانستان ته یې نه جبرانیدونکي تاونونه پیښ کړي او افغانستان یې دتاریخ په اوږدو کې، کله یوه جبهه او یا هم انزوا کې ساتلی. کله چې د یو لوی قدرت سره اړیکې جوړي کړي، بیا د نورو سره ستونزو کې ښکلېل شي، که یې بیا نورو سره  دجوړیدو هڅه وکړي د لومړی قدرت سره ستونزه کې ښکېل کیږي. که څه هم د ظاهر شاه حکومت دغه اړیکو جوړولو کې آن د افغانستان خورا سست پرمختګ په بیه پام کولو، خو بدبختانه بیا هم مونږ ونه توانیدو چې اوږدمهاله ګټي وساتو او افغانستان د تبا کوونکو بحرانونو وژغورو. په ټوله کي د کیڼ اړخو او ښي اړخو سیاستوالو ټولو رهبرانو دغه لار غوره کړي، آن تر اوسنی حکومت پوري همداسي په یو اړخیزه توګه دوام لري. ددغه ستونزې یو لامل په خپله افغانان هم دي، له سلګونو کالو راهیسي مونږ په دې نه یو توانیدلي چې د لویو قدرتونو ترمنځ د اړیکو توازن وساتو او داسې پالیسي جوړي کړو، ترڅو دغه اړیکې په نسبي توګه  په خپله ګټه وڅرخوو. 
 
ګاونډیو هیوادونو سره اړیکې                                                                                                           
دوه یمه اساسي ستونزه ګاونډي هیوادنو سره اړیکو او معاملو ده چې  مونږ یي د نیمې پیړی راهیسې له خورا سختو ستونزو سره مخ کړی یو. چې هم پخواني او هم اوسني حکومتونه پکې پاتې راغلي، یو لوی لامل یې د بدیل په پيداکولو کار نه کول دي. که څه هم د افغانستان پخوانی ولسمشر داود خان یې د بدیل پیداکولو لپاره  یو څه کار وکړ خو ډیر ناوخته. افغانستان اوسنی حالت په وچه کې راګیر شوی هیواد دی چې سوداګریزو او نورو اړیکو تمرکز یې یواځې په یو خوا دی. که څه هم ولسمشر غني په خپل پنځوس سلنه حکومت کې د سوداګریزو او نورو اړیکو یو اړخیزه بڼه په څو اړخیزو بڼو تبدیله کړه، خو لا هم ډیر کار شته چې باید افغانان یي وکړي. یو له اړینو چارو چې پخواني حکوموتونه او هم اوسني حکومتونه پکې پاتې راغلي دغه  تبا کوونکي جنګ ته بدیل پیدا کول دي. افغانان دخپل پرمختګ لپاره دغه جنګ ته له بدیل پیدا کولو بله هیڅ چاره د نړی نورو هیوادونو سره دسیالۍ کولو لپاره نه لري. زمونږ حکومتونه باید داسې ستونزو ته حل او بدیل پیدا کولو لپاره په خپل طبیعي پوتنشیل کار وکړي، ترڅو دغه وژونکی جنګ ته دتل لپاره د پای ټکی کښېږدي.         
                                            
کورنۍ ستونزې                                                                                                                        
لکه څرنګه چې هر هیواد کورنی ستونزي لري همداسې افغانستان هم کورنی ستونزې لري. یو له دغو سترو ستونزو یې د افغانستان مطلق اکثریت بې سوادي ده چي افغانستان یې دغه خورا دردونکي حالت کي ښکیل کړی. افغانستان دنړی یو له هغو هیوادنو ده چې سواد کچه یې ترټولو ټیټه، نارینه کابو ۳۰٪ او ښځینه ۱۷٪ ده. دغه د بې سوادۍ تر ټولو ټیتې کچې  د افغانستان دپرمختګ مخه ډب کړي او د نورو هیوادونو حکومتونو ناوړه پالیسو د عملي کیدو لپاره یې په داسې یو ستراتیژیک هیواد(افغانستان) کې ترټولو ښه زمینه مساعده کړي. افغانستان کې د تعلیمي بهیر څار او مدریت کمزورتیا دوه یمه کورنۍ ستونزده. مونږ هیواد کي په زرګونو تعلیمي بنسټونه، پوهنتنونه، مدرسي او ښونځي لرو چي دحکومت دپالیسو بهر په خپل سر او عننوي ډول خپلې چارې پرمخ وړي. د افغانستان په اکثریت دینې مدرسو کي اوس هم  د دوه یمې او دریمې هجري پیړۍ تدریسي کتابونه تدریس کیږي، چې افغانستان ته د سر درد لامل شوی او حکومت یې باید څار او مدریت کولو لپاره په پالیسی کار وکړي.
 
حل                                                                                                                                      
 د ستونزې د حل لپاره باید لومړی ستونزه تعریف او پیژندل شي  او بیا یې دحل لپاره پر ډول ډول لارو او چارو غور وشي ، ترټولو غوره حل لاره پکې وټاکل شي او دعملي کیدو لپاره مسءول چارواکو ته وړاندي شي. دافغانستان اساسي ستونزي هم معلومي او تعریف شوي دي. د لویو قدرتونو ترمنځ د اړیکو توازون ساتل او دپخوانیو حکومتونو له تېروتنو چي پایلي یې یواځې دافغانستان او افغانانو تباهي وه،  نتیجه اخیستل او دحل لپاره یې په مختلفو لارو کار وشي ترڅو داسې تګ لارې جوړې شي چې پر مټ یې افغانستان د پرمختګ او سوکالی خوا ته روان شي. په تعلیمي بنسټونو کار او سرمایه ګذاري وشي، د څار او مدریت لپاره مسوءل ارګانونو ته دنده وسپارل شي. د متوازن انکشاف لپاره زمینه مساعده شي ، ترڅو افغانستان دغه سترو ستونزو څخه خلاص او دنړی دنورو هیوادنو سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.