
روهي (يوه نۍ/۲۸ د سلواغې)، په سويلي امريکا کې ونزویلا هېواد د سياسي کړکېچ په بحران کې دی او سياسيونو يې په خپلو کې سره ښکېل دي.
د پارلمان مشر خوان ګوایډو ځان لنډمهاله ولسمشر اعلان کړ او د اوسني ولسمشر نیکولاس مدورو سره يې سياسي کړکېچ ورځ تر بلې ډېريږي.
د خوان ګوایډو ملاتړي او استازي د نړۍ يو شمېر هېوادونو ته د بشري مسرتو په پار تللي دي خو مرستې په ګاونډ هېوادونو کې بند دي او برحال ولسمشر نیکولاس مدورو له خوا د دننه کېدو اجازه نه ورکول کيږي.
د امريکا په شمول نړۍ ۵۰ هېوادونو خوان ګوایډو د ولسمشر په توګه پېژندلی او مرستې ور سره پيل کړي دي.
اوسني ولسمشر نیکولاس مدورو تور پوري کوي چې د خپلو سياسي ګټو په پار يې د ونزوېلا په کورنيو چارو کې لاس وهنه پيل کړې ده.