هند له پاکستان سره پر پوله پوځي مانورې (تمرينونه) پيل کړل

روهي (يوه نۍ/۲۸ د سلواغې)، هندي رسنيو ويلي دي چې له پاکستان سره په ګډه پولې یې پوځې مانورې له تېرې ورځې پيل کړې دي.

په دغه مانورو کې د هندي پوځ چورلکې، جېټ الوتکې او نور پوځي وسايل په هوا او ځمکه کارول کيږي.

هند دغه اقدام وروسته له هغې کړی دی چې په کشمير کې يې تېره اونۍ په يو موټربم بريد کې ۴۶ سرتيري ووژل شول او په لسګونه نور ټپيان شول.