
که له حکومت څخه عدالت لرې کړای شي، هغه څه چې پاته کیږي د غلو یوه ډله ده. ( اسټ اوګوسټین)
له حکومت سره نه همکاري له افرادو سره مخالفت ندی، بلکي د هغو تدابیرو سره مخالفت دی چې حکومت تر لاس لاندې نیسي.
کله ناکله د ټولنې په ریښتینو وګړو پورې له دې امله د ګواښ رامنځته کوونکو تور لګول کیږي، جې د خپلو حقوقو لپاره غږ اوچتوي.
له آزادۍ څخه په دفاع کې سخت دریځي ګناه نده او د عدالت غوښتلو په لار کې منځلاریتوب تقوا نده . ( باري ګولډ واټر)
هر هغه حکومت چې قانون ماتونکی شي په حقیقت کې د قانون د سپکاوي زمینه برابروي او هر وګړی دې ته هڅوي څو د قانون پر وړاندې یو خنډ شي.( جسټیس لویس ډې برنډیس)
ویاړلی ژوند هغه مهال شونی دی چې عدالت پکې حاکم وي ځکه، عدالت په عمل کې پلی کیږي. (بینجامین ډیسرایل)
کله چې مونږ له یوه قانون څخه سرغړونه کوو په اصل کې خپل ویاړ په خطر کې اچوو.
ویاړمن اوسېدل تر ویاړل کېدو غوره دي، په یاد مو وي چې ګټونکي متفاوت کارونه کوي، بلکي کارونه په متفاوته بڼه ترسره کوي. ( شیوکهرا)
هغه چې باید انسان ورته وویل شي باید لاندې لس نښې ولري.
په روښانه او منطقي توګه فکر کوي، ویاړلی او په زړورتیا سره ژوند کوي، د زړه له خلاصه ورکړه کوي، په خورا مینه مهربانۍ نورو ته بښنه کوي.
انسان پوهیږي چې مسئولیتونه تر امتیازاتو لومړیتوب لري، او ازادي د امنیت په پرتله خورا ارزښتمنه ده.
انسان پوهیږي د دوی زده کړه هېڅکله نه بشپړیږي، هغسې چې ژوند د دوې نه ختمېدونکې پروسه ده.
انسان پوهیږي چې ښکلا په ساده ګۍ کې ده او رښتینولي د شخصیت بنسټ جوړوي. انسان پوهیږي چې ستر نظرونه د سترو شتمنیو په پرتله تلپاتې وي، غوره بېلګې د سولول شویو عبارتونه په پرتله ډېر څه سړی ته ور زده کوي.
انسان پوهیږي هڅه او پلټنه د زده کړې د ډېوې د اورلګیت مثال لري. هغوی د خپل داخلي تفکر زېرمې پیاوړې کړې دي او د خپل خالق او نورو انساناتو پروړاندې د قدر دانۍ او منندوۍ د ښکارکولو غوره لارې یې زده کړې دي.
د نورو ننګونو، کلتورونو او غیرې معمول د ودونو او د نظر اختلافاتو هرکلی کوي او خوند ترې اخلي.
انسان د لا زیاتې پوهې تږی وي، لا ډېر حقیقت او رښتنولۍ ته وږي وي او لا ډېرې هوښیارۍ ته لېوال وي.
انسان خپل محدودیتونو پېژني، خو په خپلو امکاناتو تمرکز کوي، په خپل ځان پورې تړلو ځانګړتیاوو ته په درنه سترګه ګوري، خو له انسانیت سره بیا د خپلې ملتیا درناوی کوي.
د شهرت او کرکټر په اړه ...
شهرت هغه څه دی چې نور خلک یې زمونږ په اړه فکر کوي، خو کرکټر هغه څه دی چې مونږ یې د خپل ځان په اړه پوهیږو چې څوک یو.
شهرت انځور دی ، کرکټر رښتیا دی .
شهرت یو پوښ او غلاف دی ، کرکټر حقیقت دی .
شهرت د نورو له خوا زیانمن او ویجاړېدای شي، کرکټر یوازې خپله د شخص له خوا ویجاړېدای شي.
شهرت یو انعام او جایزه ده ، خو کرکټر یوه بریا ده.
شهرت د نورو له خوا ستاینې راماتوي، کرکټر د نورو باور او اعتماد د ځان پر لور راماتوي.
شهرت ظاهر دی، کرکټر باطن دی .
شهرت تصویر دی ، کرکټر اصل یا جوهر دی.
شهرت ښايي جعل شي، کرکټر ثابت او د رښتینو ارزښتونو منعکس کوونکی دی.
شهرت ښايي اغراق وي، کرکټر ستاسو د توازون او انډول بانک دی.
شهرت ښايي ستاسې د قوت د ټکو منعکس کوونکی وي، کرکټر کې د قوت د ټکو سمه کارونه تر سترګو کیږي.
شهرت ښايي په یوه عمل تر سره کولو سره تر لاسه شي، کرکټر د ډېرو کړنو په ترسره کولو سره جوړیږي.
شهرت ډېره وده نه کوي، کرکټر د بلوط ونې په څېر وده کوي.
شهرت ښايي په مغزو او ښکلا جوړ شي، کرکټر په ارزښتونو او لید جوړیږي.
شهرت د ښیښي يه څېر ماتېدونکی دی، کرکټر د یوه تهداب او بنسټ په څېر کلک دی .
شهرت هغه څه دی، چې ښايي تاسې په میراث وړی وي، کرکټر هغه څه دی، چې ستاسې نسل یې له تاسو په میراث وړي.
شهرت د هغه څه له امله جوړیدلی شي، چې نور یې ستاسې لپاره ترسره کوي، کرکټر د هغه څه له امله جوړیږي، چې تاسې یې ترسره کوئ.
پای