
يوه له هغو اصطلاحاتو چې په دې وروستيو كالو كې دافغانستان په ادبي كړيو اودكره كتنې په ساحو كې نوي ترسترګوكيږي دفراډاكس كلمه د ه . داكلمه هم دځينو نورو ادبي اصطلاحاتو په څېر زموږدبيان اوبلاغت په پخوانيو كتابونو كې نېغ په نېغه نه ده راوړل شوې؛خوپه يو شكل داشـــــــــكالو شته، په ځانګړې توګه په صوفيا نه ادب كې ؛ دبېلګې په توګه؛ وايو چې خراب آباد . اوس خـــــــبره داده چې څرنګه شونې ده خـراب اوآباد په يوه تن كې سره يوځاى كړو. څرنګه چې زموږ دادب په پخـــــــــوانيو كتابونو اومروجو تدريسي كتابونوكې دغه ادبي اصطلاح ياله سره نه شته ياهم تقريباَ دنشت په حساب ده.
كــه چېرې كوم اورېدونكى داكلمه اوري ،نودهغه تصوربه څه وي ؟ يانې داكلمه څه ډول تعريف كېداى شي ؟ددې كــــــارلپاره بايد دكلمې ايتمولوژي يانې بنسټ ته ورشو . فراډاكس لاتيني كلمه يا تركيب دى چې له (فرا) او( ډوكسه) نه جوړشوى دى؛ د(ډاكس) كلمه بيا لاتين ژبې له يوناني څخه اخستې ده. دفرا مانا ده ضد يا مقابل اوډوكسه دود يا رواج ته ويل كيږي؛ يانې منل شوې خبره . نو(( فراډاكس هغه څه دى چې دمنل شوې خبرې په مقا بل كــې واقع كيږي )). دبېلګې په توګه ، حمزه بابا وايي :
ما ټيټ ورته لېمه كړه زما سرنه ټيټېده
شايدچې په الفت کې هم افغان پاتې کيدم
دلته سړى كولاى شي څوخبرې وكړي : حمزه بابا غواړي چې د پښتون غروروښيي ،سرټيټول دتواضع مانا لــــري دى هم غواړي چې دپښتون غرور وښيي اوپه عين حال كې داهم غواړي چې خپل يارته يوډول تابعيت هـــم څــــرګند كړي نو سرخويې نه ټيټيږي حد اقل لېمه ورته كـــوزوي .په دې ډول دى هم خپله پښتون ولي څرګندوي اوهم يې خپل يارته درناوى وړاندې كړ. مـــــګردلته تناقض شته ، يوخوداتنا قض دى چې دپښتولى اومينې اظهارولو ترمنځ واقع شوى اوبل تنا قض دادى چې په پښتوكــــــې سترګې ټيټول يوچا ته خجالت كېدل دي ،سپكېدل دي. نوكه د پښتون لپاره دسركوزول هغه هم دچا دتعظيم په خاطر مشكله خبره وي نو دهغه لپاره دسترګوټيټېدل تردې هم مشكله خبره ده . مګرحمزه بابا دغه تناقــض ځكه منلى دى چې لېمه دسريوجزدى ، دلېمې په كوزولو سر نه كوزيږي . همدغه اړخ چې تناقض يې دمنلو وړ ګرځولى دى فراډاكس بلل كيږي . كه وغواړوچې د فراډاكس كلمه هغه مفهوم ته په كـــــــتنه چې په ادبياتوكې يې لري وژباړو نو ويلاى شوچې فراډاكس يانې متناقض بيان . هو فراډاكس بخي متناقض بيان دى يانې دا ژباړه يې بلكل سمه ده . اوس به راشودېته چې په ادبياتوكې ددغه كلمې ارزښــت څوره دى . بياهم په ادبياتوكې ادب تل له ټولنې څخه اخستنه كوي ، ډېرلږڅه ټولنې ته وركوي اوزيات څـه ورنه اخلي . دا دادب خاصه ده، يانې داچې ادب دټولنې زېږنده دى نوپه عادي ژوند كې موږ دغسـې متناقض اظهارات لرو اوپه ادب كې هم داډول سره ضد اظهارات اوبيانات شته . په ځينو ځـايونو كې دبيان دښكلا لپاره دايوه عادي وسيله ده ، مګر په ځينو حالاتو كې بيا داپه يوشكل باندې غايه ګرځـــي ، دمثال په توګه ، كه موږ ددري ادب په هندي سبك كې وګـــورو يا په پښتوادب كـې دحميد بابا اوپيروانو سبك وګورو، دابه راته جوته شي چرهغوى ډېرځله داسې تناقضات كـارولي دي.لكه حميدبابا چې وايي:
چې دعشق دسپكاوي درنښت مې وليد
بې پرواشـــوم دنا صــــح لــه ملامـته
دحميد بابا په داپورته بيت كې دسپكاوي اودرنښت كلمې څنګ په څنګ راوړل شوې دي چې په بشپړه توګه له يوبل سره ضد اوناقض لري.دلته ددرنښت كلمه دسپكاوي په واسطه روښانه شوې ده؛يانې داچې په درنښت باندې د ټينګارله امله سپكاوى راوړل شوى دى .دپښتوسترصوفي شاعرحضرت الرحمن بابا هم له دې صنعت څخه بې خبره نه دى پاتې شوى دى په دغه ادبي صنعت كې ډېرشعرونه لري چې يوه بېلګه يې په لاندې ډول ده:
لـــه ادبه يې ومـخ ته كـتى نه شــــــــــم
خداى راپېښه جدايي كړه په وصلت كې
جدايي اووصلت سره متناقضې كلمې دي اويونوى تركيب يې جوړكړى دى؛يانې په وصال كې بېلتون. نودادهغه سبك يوه خاصــــه ګرځېدلې وه كومه چې په دې وروستيو وختونوكـــې حمزه بابا هــم په دې برخه كـې زيات كاركـــړى دى اودپښتو شاعرۍ دشلمې پېړۍ دآخرويوبل خاصيت هم همدادى . ډېرخلك يې تراغېزې لاندې په همدغسې متناقضو بياناتو پســـــې ګــــرځيدلي .دشلمې پېړۍ په پاى كې دا صنعت خپل اوج ته ورسېد چې كله ناكله آن دمبالغې حد ته رسېدلى دى. په يوه جاپاني هايكوكې راغلي چې:
كــوټه لـــه تنهايي ډكه وه يا كوټه له تشوالي ډكــه وه ، په مړستون كې چوپتيا چيغې وهلې؛ ارواښاد اســحاق ننګيال بيا وايي چې:
دلته ډوډۍ وږې ده ، دلته ويالې تږې دي.
يانې هغه څـه يې سره يوځاى كــــړي چې يوبل بايد نقض كړي اويونوى تركيب جوړكــړي. اوس دلــــته پوښتنه دا رامنځته كـــيږي چې پورته مـــثالـــونوته په كـــتنه ؛آيا ويلاى شوچې دهرفراډاكــس په ماهيت كې يوډول مبالغه شتون لري ؟ نه ؛ ځـكه چې ګيلاس له تشوالي ډك دى؛ دا په حقيقت كې په تشوالي باندې له حده ډېر تاً كيد دى يانې د تش توب په هكله مبالغه ده يا دلته ويالې تږې دي ، دلته هم په سخته وچـــــكالۍ يا داوبو په نشتوالي باندې يوډول تاً كـــيد دى . كله چې موږ دوه متضاد مفاهيم سره څنګ په څنګ ږدو لامل يې دادى چې ديوه ماهيت دبل په واسطه ښه څرګند كړو،مثلا موږوايو چې ، توره ورځ ، له ورځې سره تل سپين راځي مګرداچـې موږتوره ورځ وايو نوداد بدبختۍ يوه ډېره لوړه سطحه ده اوعلت يې هم هماغه شى دى چې مخــكې ورته اشاره وشوه ،يانې داچې دوه متضاد مفاهيم چې كله څنګ په څنګ راځي تصــــــــــا دفي نه راځي ، ددې په خاطرراځي چې ديوه ارزښت دهغه بل له امله لاډېرشي. دتږې ويالې په مثال كــــې ويالــه دتندې مفــهوم دافادې لپاره نه كــارول كېږي مګرتنده دوچې ويالې دافادې لپاره كارول كيږي. لـكه څرنګه چې تږى سړى اوبه څښي اوجذبوي يې همدغسې وچه وياله هــم اوبه اخـــــلي اوجذبوي يې ، ياني اوبه پكې نه بهيږي . نودلته تږې ويالــه دتږې كلمه دويالې دوچوالي لپاره راغلې ده. يا كله چـــې ډوډۍ وږې شي په دې مانا ده چې دفقر حد تردې ځايه رسېدلى چې آن ډوډۍ هم دخپل ځان كفايت نه كوي ،يانې ډوډۍ هم ديوڅه په تمه ده . دې شي ته مبالغه نه شوويلاى مګردتاُكيد يوډول دى .دفراډاكس صنعت خــــــوزموږ دبديع په پخوانيو كتابونوكې نه و؛ داشى لكه څرنګه چې ورته اشاره وشوه، له لـــوديځ څخه راغلى دى اوداچې داصنعت نه ومعرفي شوى ، نوكه څه هم ويل كيږي چې په عرفاني ادب كې دفراډاكس بېلګې شته يا لـږترلـږه ځينوشاعرانوخوداصنعت كـــارولى دى البته په لا شعوري توګه ،خود پښتوپه بديع كې يې دغه نشتوالى په دې دلالت كوي چې دلته توجه ورته لږه وه ، هغوخلكوچې دغه صنعت يې و پېژانده ، ډېره توجه يې ورته و كــړه. اوس پوښتنه دا رامنځته كيږي چې آيا داتعبيرسم دى چې په غربي ادب كې فراډاكس ته ډېره توجه كيږي ؟
زما په فكردلته يوبل شى هم مهم دي ، هغه داچې شرق اوغرب خپله سره تناقض لري. موږپه شرق كې فلسفه نلرو،مګرپرځاى يې عرفان لرو . په غرب كې فلسفه شته مګرعرفان نه شته ، فلسفه تحليلي ده اوعــرفان راټولول كوي، نوځكه سره لدې چې موږپه خپلو ادبياتوكې فراډاكس په پراخه پيمانه كــارولى دى مګرديوه مشخص ادبي موجود په صفت مونه دى تعريف كـــړى اوعلت يې هم دادى چې داشى زموږلپاره يوعادي شى ؤ.
كله چې سړى له ډېرې مينې لېونتوب ته رسيږي اومين صحرا ته وزي ؛ يانې دخپل محبوب نه ځـان لرې كوي ، دا شى زموږپه ادب كې يوډېر ساده انځوردى. نوپه ادب كې دغه شي ته ځكه ډېره پامــلرنه شــوې ده چې هــغوى دفلسفې لــه لارې دغه شي ته رسېدلـي دي،هـغوى د اثبات
اونفي لپاره دكلماتو اومفاهيموترمنځ ډېرتضادونه كارولي دي . دمثال په توګه كله چې ديكارت خپل ميتود تشريح كــوي وايي چې زه به ترهغه هرڅه ته دشك په سترګه ګورم چې بالاخره په يوه ځاى كې اطـمينان پيداكړم، ياحد اقل دا باورتوګوتوكړم چې اطمينان نشته.دايوډول فراډاكس دى مګر دافراډكـس دتحليل له لارې حاصليږي،نو؛ زموږپه ادب كې تحليلي برخه تل كمزورې ده اويوعلت يې چې دبديع اوبيان په كـــتابونو كې داموضوع نه ده تحليل شوې دادى چې، ديوه ادبي موجود په صــــفت نه پېژندل كيږي.دا يوعام مفهوم دى چې بايد دتحليل له لارې سړى ورته رسيږي.
یادونه : نوموړي لیکنه ددادب په څیړنیزه برخه کې نیک ګام دی له میرخیل صیب مننه چې دې ټکې ته یې پام شوی یوه خبره چې ماپه کې لاسوهنه وکړه هغه دحمزه بابابیت وو دغه بیت میرخیل صیب په دې ډول راوړی
ماټیټ ورته لیمه کړل زماسر نه ټیټېده
شایدچې محبت کې هم پښتون پاتې کیدم
خوددې بیت اصلي بڼه داده
ماټیټ ورته لیمه کړه زماسرنه ټیټېده
شایدچې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم
( پرلیکه کوونکی )