
روهي (نۍ/۲۷ د سلواغې)، رويټرز لوېدېځې رسنۍ لېکلي دي چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان سبا په يو رسمي سفر اسلام اباد ته لاړ شي.
د رويټرز د خبر په اساس ولیعهد محمد بن سلمان به د پاکستاني چارواکو سره د لېدنې ترڅنګ هلته له طالب سياسي استازو سره وګوري او پر افغان سولې به خبرې وکړي.
د سعودي وليهد به د دغه لېدنې ترڅنګ له پاکستاني چارواکو سره د انرژۍ د سکټور په برخه کې د لس میلیارډو ډالرو په ارزښت تړونونه هم لاسلیک کړي.