ايران: پاکستان د ځانمرګو ملاتړ کوي

روهي (نۍ/۲۷ د سلواغې)، د ايران د سپاه پاسداران قومندان تورن جنرال محمد عملي جعفري تور پوري کوي چې پاکستان په ايران د بريدګرو او ځانمرګو ملاتړ کوي.

دغه ايرانی جنرال وايي چې پاکستان د ايراني انقلاب او اسلام ضد ډلو او بریدګرو ته په خپله خاوره کې پناه ورکوي.

جنرال محمد عملي جعفري دغه څرګندونې په ايران د سپاه پاسدران په ډله د وروستيو ځانمرګي بريد وروسته دولتي رسنيو ته کړې دي.

نوموړي ايران ته په اخطار کې ويلي دي ''که پاکستان خپل مسوولیت سر ته نه رسوي، نو د نړیوالو قوانینو له مخې ایران حق لري ځوابي فعالیت وکړي او ترهګرو ته سزا ورکړي. ''

له دې وړاندې هندوستان هم پاکستان تورن کړی وو چې په کمشير کې يې پر هندي پوليسو د موټربم بريد تر شا لاس دی.