
یو ملت هغه وخت مسئولانه چلند کوي، چې د راتلونکې نسلونو لپاره د ملت له شتمنو سره په سمه او معتیبره توګه چلند وکړي.
په ډېری ټولنو کې د نن ورځې ځوان د هویت له کړکېچ، ناهیلۍ، او پرځان د باور نه لرلو سره مخ دی.
مونږ نشو کولای چې راتلونکې خپلو ځوانانو لپاره جوړکړو، خو کولای شوو چې خپل ځوانان راتلونکې لپاره جوړ او چمتو کړو.
په یوه کورنۍ ې د یوه ارزښت ماتول د یوه ځوان په ژوند ې د ماتې په مانا دي.
اصول او دسپيلین د یوه ماشوم په روحیه له منځه نه وړي، خو نه شتون یې بیا د مور او پلار زړه ماتوي.
دا د مور او پلار دنده ده چې د حدودو او پولو ترمنځ توپير وکړي.
زمونږ په اصطلاح په اوسني آزاد یا لیبرال کلتور کې دغه نظریه چې هر سړی د خپل چلند مسئول دی ، زړه ښکاري.
د پوهې او زده کړې تر لاسه کول د خپلې یې خبرۍ کشفول دي.
د تعلیم غوره سیستم دا دی چې په هغه کې د انسانیت او انسان پالنې اصول تدریس کیږي.
کرکټر جوړونه د پوهې تر ټولو لومړی مقصد دی.
هیوادونه په خښتو نه جوړیږي، بلکي په مغزو جوړیږي.
واده نه یوازې، د دوه تنو ترمنځ یو قرارداد دی، بلکي یوه سپېڅلې ژمنه هم ده.
د عشق او عاشقبازۍ لپاره په نامشروع ډول څوک لرل غمونه او تراژدیو ته لار خلاصول دي.
هرهغه کلتور چې په هغه کې د مشرانو درناوی کبږي، تر ټولو متمدن کلتور دی .
ان د ضعیفو اخلاقو لرونکو میندو او پلرونو اولادونه کولای شي، د نړۍ لپاره د غوره چارو له ترسره کولو سره خپل مور او پلار ته ویاړ وبښي.
هغو کسانو چې له نورو څخه اطاعت کول زده نه کړل، هېڅکله د نورو رهبري کول هم نه شي زده کولای.
له مهربانۍ څخه ډکې کړنې د مینې طبیعي محصول دی.
مسئولیت نه منونکي خلک هغې ګټې ته ډېر خوښ وي، چې ویاړ یې تر لاسه کوي.
د دې کیسې اخلاقي نتجه داده چې که تاسې د عمل خلک نه یاست د نیوکې حق هم نه لرئ.
ولې خدای ج د هغه چا سره مرسته کوي، کوم چې خپله له ځان سره مرسته نشي کولای.
د یوه ملت شتمني مادیات نه بلکي د هغه ملت رښتنولی، جرئت او پرخپلو خلکو باور دی.
مونږ باید یقیني کړو چې ایا د حللاري یوه برخه یو او که د ستونزې.
هغه لاسونه چې د انسانیت لپاره خدمت کوي، تر هغې ژبې ډېر غوره دي کوم چې وعظ او نصیحتونه کوي.
سقراط وايی: زه پدې باروې یم، څوک چې بل څه ونه لري خبرې او نصحتونه کوي.
که چېرې ستا د یوه ګاونډي پروړاندې بې عدالتي کیږي او ته آرامه خوب کوې، په تمه اوسه ستا وار هم رارسیږي.
په ټولنیزو چارو کې برخه اخیستل د یوه وګړي لوی مسئولیت دی، په داسې حال کې چې سرغړونه یې بیا د ټولنیزې ماتې لامل کیږي.
هغه څوک چې ټولنه کې یو مصیبت او کړاو ګوري، خو زړه یې هېڅ نه دردیږي له اخلاقي او روحي اړخه مړ دی.
د خپلې ټولنې پر وړاندې بې پروايي تر ټولو ناوړه مصیبت دی، چې یوه ټولنه ورسره مخامخ کیږي.
د انسان ژغورل کېدل یوازې په دې پورې تړلي دي چې د ټولنې هر وګړی د هر څه په اړه د مسئولیت احساس وکړي.
په دې فکر مه کوئ، چې هیواد موتاسو ته څه کولای شي، بلکي په دې فکر وکړئ چې تاسې خپل هیواد ته څه کولای شئ.
د ویرې او خطر پرمهال که هر څومره د خدای تعالی حمد او ثنا وايي خوکله چې ویره لېرې شي، هرڅه هېروي.
یوه فرانسوي لیکوال یو وخت ویلي وو ډېرو کسانو دیوه پلان شوي خیانت په پرتله د کمزورۍ او ویرې له لاسه په خیانت لاس پورې کړی دی.
تر هغې ظلم بل غټ ظلم نشته چې د قانون او عدالت په جامه کې په یوه ټولنه کې ترسره کیږي( چارلس ډې سیکانډاټ)
یوه ټولنه ډېره غوره ده که لږ قوانین هم ولري خو پدې شرط چې یاد قوانین پکې پلي شي. (رین ډیسکارټ)
ډېری خلک کله چې وږي وي اصول نه مني. ( مهاتما ګاندي)
د هرې سترې چارې تر شا د خوځښت روحیه په حقیقت کې د عدالت لپاره غږ پورته کول دي.
کله چې په یوه ټولنه کې عدالت ومري، حکومت په هیواد کې د یوه دسیسه جوړونکي سازمان بڼه خپلوي چې په خپلو خلکو باندې به ظلم کوي او سوله نشي ټینګېدلی.
له حکومت سره همکاري تر هغه مهاله ستا دنده ده چې حکومت ستا پټ او عزت څخه دفاع کوي.
کله چې حکومت ستا له عزت څخه دفاع پر ځای ستا پت او عزت لوټي، نه همکاري ستا دنده ده.
ګاندي له قانون څخه تر ټولو غټ سرغړونکی دی،خو د ګاندي لپاره د ملک د قانون په پرتله د انسان پالنې قانون مهم او ارزښتمن وو.
نور بیا ...........