
روهي (جمعه/۲۶ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو وايي چې د ايران د سپاه پاسدران ډلې مشر قاسم سلیماني سيمه کې د ورانکارۍ هڅې کوي.
پمپيو د ازادي راډيو له فردا څانګې سره په یوه ځانګړي مرکه کې ويلي دي، هره یوه پیسه چې ایران ته ورسېږي په ورانکارۍ لګېږي او د قاسم سليماني په لاس به ورځي.
نوموړي تور پورې کړی دی چې د ایران سپاه پاسدران په سيمه کې د وضعيت د کړکېچن کېدو او خرابېدو په لټه کې ډله ده.