
روهي (جمعه/۲۶ د سلواغې)، خيبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي چې په هر ځای او وخت کې خبرو ته تيار دي.
پښتين وايي چې تر اوسه ورته د خبرو او مذاکراتو نه دي ويلي شوي او که تېرې غوښتنه وشي نو دوی تيار دي.
منظور پښتین دا څرګندونې وروسته له هغې کړې دي، چې د پاکستان حکومت له دغه غورخنګ سره د خبرو د يوې کمېټې د جړوېدو وويل.
په پاکستان کې پښتنو له تېر يو کال راهيسې مبارزه پيل کړې ده خو د پاکستان حکومت يې تر اوسه غوښتنو ته ځواب نه دی ويلی.