
روهي (جمعه/۲۶ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې په هندي پوځيانو د تېرې ورځې خونمړی موټربم بريد غندلی دی.
غني ويلي چې ترهګري د سرطان دانې په څېر ده او د نړۍ هر هېواد او هر سيمه ناوړه کولی شي. نوموړي له ترهګرۍ په ګډې مبارزې ټېنګار کړی دی.
هندوستان کې د تېرې ورځې بريد تر ۴۰ هندي پوليس ووژل او په لسګونه نور يې ټپيان کړل. هند په ياد بريد کې پاکستان تورن کړی، خو پاکستان بيا دغه تورونه رد کړي دي.