نرېندرا مودي: چا چې د تېرې ورځې بريد وکړ په حقيقت يې ستره تېروتنه وکړه، غچ اخېستو ته دې منتظر شی

روهي (جمعه/۲۶ د سلواغې)، د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي په کمشير کې په هندي پوليسو د تېرې ورځې بريد سخت غندلی او د غچ اخېستو يې ويلي دي.

لومړي وزير نرېندرا مودي ويلي چې هېواد به يې د دغه بريد غچ واخلي او چا چې تر سره کړی دی په لوړه بيه به ورته تمام شي.

يو شمېر هندي وګړو نن ورځ لاريونونه وکړل، په دې بريد کې يې د پاکستان لاس ياد کړ او د پاکستان بيرغ ته يې اور ورکړ.

پاکستان بيا ياده بريد غندلی او خپل لاس لرل يې په کې رد کړي دي. په پاکستان مېشتې جيش محمد نومي ډلې د بريد مسووليت منلی دی.