هند کې وروستي موټربم بريد ۴۰ سرتيري ووژل او لسګونه نور ټپيان دي

روهي (جمعه/۲۶ د سلواغِې)، د هندوستان تر والکې لاندې کمشير کې د تېرې ورځې ځانمرګی موټربم بريد په تېرو دېرشو کالونو کې خونړی او بې سارې بريد بلل شوی دی.

د لومړنيو مالوماتو په اساس په ياد بريد کې تر ۴۰ هندي سرتيري وژل شوي او په لسګونه نور ټپيان شوي دي.

ځانمرګي بريدګر د هندي پوليسو د موټرنو هغه کاروان په نښه کړ، چې تر ۲۵۰۰ پوليس يې کمشير ته لېږدول.

بريدګر خپل موټربم له هغه بس موټر سره ټکر کړ، چې ۴۰ پوليس په کې ناست وو او ویل کيږي چې ټول په کې وژل شوي دي.

په پاکستان کې مېشتې جیش محمد ډلې د ياد بريد مسووليت په غاړه اخېستی دی.