په اسلام کی د ماشومانو حقوق

له کومه نه چی د ماشومتوب مرحله یوه مهمه او اساسی مرحله ده په شخصیت جوړونه کی د یو فرد ،هم له مثبت او منفی اړخ نه، چی تړاو لری د هغه اهتمام سره چی ماشوم ته په نومړی دوره کی کیږی ، داسلام مبارک دین هم راغی تر څوماشومانو ته د هغوی حقوق څرګند کړی ، له کومونه چی امکان دی سترګو پیټولو نشته ، او داهر څه څوارلس سوه کاله وړاندی داسلام د مبارک دین له خوا وضع شوی دی ،لکه څرنکه چی اسلامی نظام ماشوم ته په حق ورکولو کی د نورو نظامونو نه وړاندی دی او دا هر څه پیلیږی د یوی صالحی مور په ټاکنه ،دحمل په دوران کی پاملرنه ،دماشوم سقط حرامول ، حاملی ښځی ته دروژی خوړلو ا
جازه ،د حاملی ښځی د زنا حد ځنډول تر ولادت اوبیا د دشودو ورکولو د مودی تر پایه پوری .
او ګرځول شوی دماشوم د حقوقونه، په راتګ یی خوشحالیدل ، په غوږ کی یی اذان کول ، ویښتان یی خرییل او د ویښتانو په وزن یی صدقه ورکول ، حلق یی لندول ، ښه نوم ورباندی ایښودل ، د شودو ورکولو موده یی پوره کول ،دماشوم سنتول ، نفقه یی ورکول ، او په اسلامی تربیه باندی روزل .
لکه څرنکه چی اسلامی تربیی دیو سالمی تربی مهم اړخونه په نظر کی ساتلی چی د ا عبارت دی له ، ایمانی او عبادی تربیه، بدنی تربیه ، اخلاقی تربیه ،عقلی تربیه او اجتماعی تربیه نه . او کومی لاری چی اسلام د تربی لپاره ځانکړی کړی عبارت دی له ، په اشاره سره تربیه ، په نصیحت سره تربیه او لاره ښودنه ،تربیه په عادت او تربیه په تشویقولو او ډارولو .
او همدارنکه د اسلامی تربی په وسایلو کی شامل دی دنیکو خلکو سره ناسته ،تربیه ورکول په یادولو د نیکو خلکو ، ګټه پورته کول د احادیثو دعلم نه او داسی نو ر.
دزیږیدلونه مخکی د ماشوم حقوق
ماشومان په اسلام کی د دنیا وی ژوند ښکلا او ګلان دی ،دوی د سترګو خواږه او د زړونو ارام دی ،د راتلونکی ورځی هغه ځوانان دی چی اسلامی نړی ټول امیدونه په دوی پوری تړلی دی .
ماشومتوب د انسان د ژوندانه د مرحلو نه لمړی مرحله ده ، چی د زیږیدو سره پیل او ځوانی ته په رسیدو سره پای ته رسیږی،
کله چی د انسان عقل بشپړ بدن یی قوی او د توپیر کولو صلاحیت پیدا کړی ، نو په اسلامی اوامرو باندی مکلف شی ، له کومه نه چی د ماشومتوب مرحله یوه مهمه او اساسی مرحله ده په شخصیت جوړونه کی د یو فرد ،هم له مثبت او منفی اړخ نه، چی تړاو لری د هغه اهتمام سره چی ماشوم ته په نومړی دوره کی کیږی ، داسلام مبارک دین هم راغی تر څوماشومانو ته د هغوی حقوق څرګند کړی ، له کومونه چی امکان دی سترګو پیټولو نشته ، او داهر څه څوارلس کاله وړاندی داسلام د مبارک دین له خوا وضع شوی دی
ا و دا هغه مهم حقوق دی چی اسلام ماشوم ته ورکړی ،او دهغه د ژوند هری مرحلی ته یی قوانین او مقررات په نظر کی نیولی دی ،لکه څرنکه چی اسلام د هغه د ژوند هرمرحله ته، دمور په نس کی ، د شودو رولو ،ماشومتوب ،نیمچه ځوانی او دځوانی او بل اخره چی د سړی توب مرحلی ته رسیږی اهمیت ورکړی ،او دا هر څه ددی لپاره تر څو وکولای شی چی ټولنی ته د چارو د سمون لپاره پوه، مدبره ، متفکره او غښتلی اشخاص وړاندی کړی .
د ماشوم په روزنه کی تر ټولو ستر دوره هغه دوره ده کومه چی دمور او پلار په خوا کی تیره وی ،نو ځکه خو اسلام دیوی نکمرغی کورنی په جوړولو اصرار کوی ، کومه چی د یو پرهیزګاره خاوند او نیک عمله ښځی نه منځ ته راتلای شی، نو په همدی اساس رسول پاک د نیک عمله ښځو سره د واده کولو امر کړی دی ، په یو حدیث کی رازی چی تاسو د ښځو سره د نکاح لپاره څلور شیان په نظر کی وساتی د هغی مال ، نسب ، ښایست او دین ، خو په انتخاب کی یی زیات اهمیت دین ته ورکړی
دزیږیدلونه ورسته د ماشوم حقوق
اسلام ځینی احکام وضع کړی چی هغه د ماشوم د ولادت سره تړلی دی ، او هغه عبارت دی له :
۱ـ په ولادت یی خوشالیدل
دماشوم په زیږیدولو خوشالیدل او زیری ورکول یو مستحب کار دی ، او په دی برخه کی باید د نارینه او ښځینه ماشوم تر منځ توپیر ونشی .
۲ـ په غوږکی یی اذان کول
همدارنکه ویل شوی چی اذان باید په ښی غوږ او اقامت په کین غوږ کی وشی ، او اذان او اقامت ویل د ماشوم په غوږ کی ځنی کټی لری چی ابن القیم په دی هکله داسی ویلی ، اول هغه څه چی یو ماشوم اوری هغه د الله (ج) لوی والی او د شهادت کلیمه ده چی انسان پری ایمان ته دا خلیږی ، نو ویلی شو چی دا یو شعار دی اسلامی ته د دا خلیدلو لپاره ، او همدارنکه دماشوم ساتل دی د شیطان نه .

۳ـ د حلق لندول
او دماشوم د حقوقونه یو هم د هغه د حلق لندول دی په خرما باندی ،او خرما باید ښه میده شی تر څو چی یی حلق پری لند شی ، او دا کار باید د یو نیک عمله سړی په لاس انجام شی .
۴ـ د ماشوم د ویښتانو خرییل
د ماشوم ویښتان باید وخرییل شی او او د ویښتانو په اندازه باید سپین زر په صدقه کی ورکړل شی چی د ا صحی او اجتماعی ګټی لری ، صحی ګټی یی دادی چی د سر د ویښتانو سوری به یی خلاص ، تکلیف به تر لری شی ، اوبل دا چی د ویښتو لری کول به د ماشوم د ویښتانو د قوت سبب شی ، او په اجتماعی کټو کی باید وویل شی چی د ویښتانو په اندازه د سپینو زرو صدقه ورکول د ټولنی په فقیرانو کی هم یو نوع خوشحالی رامنځ ته کوی .
۵ـ دښه نوم ټاکل
دماشوم د حقوقونه یو هم د ښه نوم ټاکل دی ، نو په پلار اومور واجب دی چی ماشوم ته ښه نوم انتخاب کړی تر څو په ټولنه کی په همغه نامه وپیژندل شی ، نو د نوم په ټاکنه کی باید ټول اسلامی ارزښتونه په نظر کی و نیول شی ، نوم باید ښه معنی ولری او د قران او سنتو نه اخیستل شوی وی ، او دداسی نومونود ایښودلونه چی پکی د انسان شخصیت ته سپکاوی کیږی ډډه وشی
۶ـ عقیقه کول
د ماشو د ولادت نه ورسته دهغه یو بل حق عقیقه ده ، د عقیقی معنی د پسه حلالول دی د ولادت په اوومه ورځ، او حکم یی سنت موکد دی .او دا یو نوع خوشحالی ده د ماشوم په ولادت باندی .
۷ـ د شیدو ورکولو د مودی پوره کول
او دماشومانو د حقوقونه یو هم د شیدو د ورکولو د مودی پوره کول دی ، او د شیدو ورکول د اسنان په جسمی جوړښت کی خورا اهمیت لری ، نو په همدی اساس یو مور باید پوره دوه کاله خپل اولاد ته شیدی ورکړی ، او سنی طب هم دا ثابته کړی چی دوه کاله د شیدو ورکول دماشوم په فیزیکی او دماغی جوړښت خورا اهمیت لری .
۸ـ د ماشوم سنتول
او دماشوم له حقوقونه یو هم د هغه سنتول دی ، چی د ا مر په صریح ډول سره په احادیثو کی ثابت شوی ،او حکمت په دی کار کی دا دی چی پاکوالی رامنځ ته کوی ،په سرطان مرض دی اخته کیدو امکان کموی ، د سلسل بول مرض مخنیوی کوی .
۹ـ دماشوم نفقه ورکول
په حقیقت کی شریعیت په مور او پلار واجب کرځولی تر څو د خپل ماشوم پاملرنه او ساتنه وکړی او هغه ته د سالم تربیی په ورکولوکی زیار اوباسی.نو څرنکه چی ماشوم د خپل ژوند لمړی مرحله دمور د غیږی نه پیلوی نو ځکه دا د مور دنده ده چی څو دماشوم ښه ساتنه وکړی تر څو ما شوم اوه کلنی ته رسیږی ، چی د اوه کلنی نه ورسته دا مسولیت باید په ګډه سره د مور او پلار له خوا په ښه ډول سره تر سره شی ،دا ځکه چی دا یوه ډیره اساسی مرحله ده دانسان د راتلونکی ژوند لپاره ، نو په همدی اساس باید مور او پلار په دی مرحله کی خپل اولاد ته زیات پاملرنه وکړی .
۱۰ـ ماشوم ته اسلامی تربیه ورکول
او دا هم دماشوم حق دی تر څو په یو داسی کورنی کی ستر شی چی اساس یی په اسلامی اصولو ولاړ وی ، تر څو اسلام یی په زړه کی ځای ونیسی ،چی ستر شی نو په اسلام مین او د اسلامی تعلیماتو مطابق خپل ژوند پر مخ بوزی ، نو په همدی اساس په اسلامی شریعیت کی دی سالمی تربیی ته زیاته پاملرنه شوی .
د یو سالمی اسلامی تربیی په زریعه مونږ کولای شو چی یو ماشوم ده هغه ګواښونونه وساتو چی د اسلام د مبارک دین د دښمنانو له خوا په راتلونکی کی ورسره مواجه کیږی . او دا هم یوه یقینی خبره ده چی د اسلام دښمنان هم د خپل ټولو امکاناتو سره زیار باسی تر څو زمونږ نوی نسل د اسلامی اصولونه لری وساتی او ګمراه یی کړی ،چی په دی برخه کی یو اځی سالمه اسلامی تربیه کولای شی چی زمونږ د راتلونکی نسل د ګمراه کیدو مخه ونیسی او هغوی په اسلامی اصولو ثابت وسا تی .